شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

په بې هدفه حکومت کې پر هدفي وژنو اندېښنې  

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 29, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
176
ځلې شریک شوی
108
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تبصره 

د کورنيو چارو وزارت اعتراف کړی چې په کابل او ولاياتو کې د جنايي جرمونو په کنټرول کې ناکامه شوي دي، ورځ په ورځ د جنايي جرمنو په زياتوالي سره هدفي وژنې هم زياتې شوې دي او حکومت یې د مخنيوي په اړه هيڅ تدابير نه لري.

په دې وروستيو شپږو مياشتو کې په کابل او ولاياتو کې د جنايي جرمونو او هدفي وژنو زياتوالي د ولس ژوند دومره تريخ کړی چې په ټول هېواد کې د امن ځای نه ګوري چې ورکډه شي.

 په همدې موخه د کورنيو چارو وزارت يو څه هڅې وکړې چې په کابل او ولاياتو کې له کورونو، دوکانونو، سرايونو، لويو لارو، موټرو- انسان تښتونو او په ډله ييزه توګه د غلو مخه ونيسي. خو په دې هڅه کې یې په خپله ناکامۍ په وار وار اعتراف وکړ، چې همدې اعترافونو د بې هدفه حکومت اعتبار نور هم پسې له منځه يووړ.

په افغانستان کې د حالاتو د څار له مخې دې نتيجې ته رسېږو چې وروسته به  هغه پانګوال چې د امنيت د ښه والي په ډاډ یې پانګونه کړې ده له هېواد خپلې پانګې بيا بهرنيو هېوادونوته وباسي.

په افغانستان کې د بهرنۍ څار ادارې، سيګار، د راپور له مخې، سږ کال په هدفي وژنو کې ٣٥ سلنه زياتوالی راغلې دى.

 که د سيګار په نوم د څار ادارې په خپل راپور کې نور دقت هم کړی وای ښايي د هدفو وژنو سلنه نوره هم لوړه ثابته شي، ځکه په کابل او ولاياتو کې په تېرو شپږو  مياشتې کې د ولسي وګړو په وژنو کې ٧٨ سلنه زياتوالى ښوول شوی دى.

څه موده دمخه، د کابل په مکروريانو کې د ځانګړو پوځونو قوماندان د عزيزالله وژنه، بيا د کابل په خوشحال مېنه کې دوه مخکښو کسانو وژل، د زلمي وردګ وژل، دوه ورځې دمخه د کابل په خوندي سيمه کې د دوه پیلوټانو محبوب ساپی، محمد شاه احمدزي وژل، او همدارنګه په ننګرهار ولايت کې هدفي وژني دومره زياتې شوي چې نور په ښار دننه او بهر د ننګرهاريانو ژوند په امن نه دى.

په کابل کې د بې هدفه حکومت ستره ناکامي دا ده چې د پوځي، قومي، ديني، سياسي مشرانو، صرافانو او پانګوالو ماشومان له دې ويرې چې ونه تښتول شي له کورونو نه شي راوتلاى. او که د ننګرهار هدفي وژنو ته په پوره غور وګورو، ښايي نور اړخونه هم ولري، چې په هر صورت د کابل بې هدفه حکومت له يوه لوی خطر سره مخ دی او په دوام به یې  يو شمېر نور وزيران هم استعفاګانوته اړکړي.

په دې وروستيو کې سره له دې چې د ننګرهار امن ځانګړو ځواکونو ته سپارل شوی خو بيا هم هدفي وژنو حکومت نور هم د بې هدفۍ په لور روان کړ.

د هدفي وژنو په مهارولو کې بې هدفه حکومت په بشپړه توګه ناکام شوی دی. اوس وېره دا ده چې له غزني وروسته د سرپل ولايت د طالبانو له احتمالي بريد سره مخ کېدونکی دی، چې ورځ په ورځ د بې هدفه حکومت د ناتوانۍ له امله په سرپل کې د طالبانو نفوذ مخ په زياتيدو دی او وسله وال طالبان د سرپل ولايت دروازې ته نږدې شوي دي.

مخکینې مطلب

د رسول الله ﷺ د څو لویو دښمنانو انجام

بل مطلب

کندهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې لس ملکيان وژل شوي، څلور ټپيان دي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com