کابل ټکی کام ۰۳جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د سمنګان ولایت څخه همکار خبر راکوي چې د بغلان او بلخ پر لویه لاره باندې بس او د تېلو ټانکر سره ټکر شوي دي، چې له کبله یې ۵۰تنه مسافر په حق رسېدلي دي.
تر اوسه پورې د ټپيانو شمېره نه ده مالومه شوې.
احصایو ښودلې ده، که څه هم په هېواد کې وسلوال بریدونه زیات دي، خو د مرګونو لویه کچه په ترافیکو پېښو له کبله را منځته کیږي.
د یادونې وړ ده، کله چې هم کومه ترافیکي پېښه را منځته شي، نو وجه یې د چلوونکي بې احتیاطي ښودل کیږي.

















