کابل ټکی کام ۰۳جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ (چهارشنبه) مازدیګر مهال د امریکا په میسي سیپي، تنسي او ارکانسای په ایالتونو کې یو زورور باد را الوتی دی، چې له کبله یې ۷تنه وژل شوي، ۲تنه تری تم شوي دي او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي چې په وژل شویو کې د یوه تن عمر ۷کاله دی، او د ارکانسا په ایالت کې یوه مېرمن د ۱۸کالو ده، او همدا راز په تنسي ایالت کې کور وېجاړ شوی دی چې له کبله یې یو تن وژل شوی دی.
چارواکي وايي، د وېجاړو شویو کورنیو له کبله دوه تنه تری تم شوي، او ۴۰تنه نور ټپيان شوي دي.

د یادې طبیعي پېښې له کبله د مالي زیانونو مالومه شمېره نه ده مالومه، خو د خبري رسنیو د خبرونو له مخې چې شاوخوا ۴۰کورونه نړېدلي دي، او په واټونو او سرکونو کې د تګ را تګ چارې له ستونزو سره مخ دي.
خبرونه وايي، د یاد توفان په خطر کې کوم کمښت نه دی راغلی، او په تنسي، میسي سپي او ارکانسا ایالتونو کې ۳.۷ میلیونه انسانان د بادونو له ګواښ سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ م کال د جون له میاشتې راهیسې دا لومړی زورو توفان بلل شوی دی.


















