دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

سکاټ مېلر بېرته ګوښه شو!/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
سپتمبر 3, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
242
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان د جگړې اوولس کاله پوره شول او اتلسم کال یې روان دی. په دغه موده کې امریکا بېلابېل جنرالان په افغانستان کې په دندو وگمارل؛ خو له لومړي جنرال نیولې، تر پروني پورې ټول ناکام وو/ دي. ځکه هر نوی قومندان له یوه لمن ژمنو سره راغلی، خو وروسته یې بېرته خپله ناکامي منلې ده او دنده یې پرېښې ده.

پرون په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو نوي قومندان جنرال اوسټن سکاټ مېلر د جنرال جان نیکلسون پر ځای نوی دنده پیل کړه او امریکا فکر کوي، چې دی به د افغانستان جگړه یوه طرفه کړي او آن کله ـ کله خو امریکايي سناتوران او پالیسي جوړونکي د افغانستان د جگړې د گټلو خوبونه هم ویني. خو دوی د افغانستان له تاریخ او د افغانانو له مېړانې خبر نه دي، چې په تېرو اوولسو کلونو کې دوی آن په بگرام کې هم ارام خوب نه دی کړی.

دا هم ولولئ

خبره د چين او ايران د کنترول نه ده/ لطف الله خیرخوا

د اسلامي نړۍ یووالی؛ د صهیونیسټي رژیم ظلمونو د مهار یوازینۍ لاره

برېښنا د يوه هيواد د پرمختګ بنسټ

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي وو، چې سکاټ مېلر به د جگړې ترڅنگ په افغانستان کې د سولې ډیپلوماسي هم پرمخ بیايي او کېدای شي روانې جگړې ته د پای ټکی کېږدي او دغه اوږده جگړه پای ته ورسوي.

جنرال نیکلسون په ۲۰۱۶ز کال کې د خپل نوي ماموریت پر مهال ویلي وو، چې دی به هغه سیمې بېرته له طالبانو ونیسي، کومې چې اوسمهال د دوی تر واک لاندې دي. خو په دوو کلونو کې طالبانو د خپل تر واک لاندې سیمې نورې هم پراخه کړي او تر واک لاندې د خاورې سلنه یې ۷۲ ته پورته کړه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د جنرال نیکلسون له فعالیتونو راضي نه و، نو ځکه یې پر ځای سکاټ مېلر وگماره. داسې اټکل کېږي چې دی به هم د نورو امریکايي قومندانانو په شان یوه ورځ په خپله ناکامۍ او ماتې اعتراف وکړي او امریکايي پالیسۍ جوړونکو ته به ووايي، چې د افغانستان جگړه نه شو گټلی.

د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جگړه تر ټولو اوږده جگړه ده او امریکا هره ورځ د یوې نوې ناکامۍ سره مخ کېږي. د ناټو او امریکايي جنرالانو ژر ادلون ـ بدلون د دې خبرې ښکاره څرگندوی دي، چې دوی ناکام شوي او داسې پلمه په لاس نه ورځي، چې نور خپلې پښې سپکې کړي.

افغان دولت له لومړي سره د طالبانو د هر برید تر شا د پاکستان لاس ښوده؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې امریکا په افغانستان کې د طالبانو د هر برید وروسته روسیه او چین ملامتوي. پرون د امریکايي ځواکونو گوښه شوي قومندان جنرال نیکلسون هم وویل، چې روسیه په افغانستان کې د امریکا او ناټو له لوري د روانو پرمختگونو مخه نیسي او آن د ناکامولو هڅه یې کوي. خو دوی نه وايي، چې د امریکا او ناټو پر وړاندې روانه جگړه افغاني ده او د افغانستان ازادي د ټولو افغانانو مسوولیت دی او د دغه مسوولیت په ترسره کولو کې«طالبان» له هېچا ډار او ورته اړتیا نه لري.

که امریکا خپله پالیسي همداسې پرمخ یوسي او د سولې هڅې ونه کړي، نو نږدې وخت کې به واورئ، چې سکاټ مېلر هم له دندې بېرته گوښه شو او په افغانستان کې یې د امریکا پر ماتې منښت وکړ.

لوی ټکي: خالد رواند افغانستان جگړهسکاټ مېلرطالبانمهمنوی قومندان
مخکینې مطلب

بلخ: طالبانو د“چاهي“ولسوالۍ له ټولو پوستو سره یوځای ونیوله

بل مطلب

سولې شورا: د افغانستان ستونزه په جنګ نه حل کېږي

ځانګړي مطالب

تبصرې

خبره د چين او ايران د کنترول نه ده/ لطف الله خیرخوا

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 21, 2025
تبصرې

د اسلامي نړۍ یووالی؛ د صهیونیسټي رژیم ظلمونو د مهار یوازینۍ لاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
سپتمبر 16, 2025
تبصرې

برېښنا د يوه هيواد د پرمختګ بنسټ

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
سپتمبر 9, 2025
تبصرې

د وږې/سنبلې ۹مه، د افغان ملت د بريا ورځ

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 1, 2025
تبصرې

د لوی اسراییل پلان؛ د اسلامي نړۍ د غفلت لوړ قیمت!

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اگست 27, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com