کابل ټکی کام ۰۳جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې تېره ورځ د دغه هېواد پلازمینه اسلام آباد کې راحیله درانۍ د بلوچستان د ولایتي شوراء د مشرې په توګه کاندیده شوه، چې تر ټاکلي وخت (۲بجو پورې) هیچا هم د دې څوکۍ لپاره نوم لیکنه ونکړه، نو بالاخره پرته له کومې سیالۍ د دغې دندې لپاره بریالۍ شوه.
راحیله درانۍ په قانون کې لوړې زدکړې کړي دي، او څه وخت یې په خبریالۍ کې هم تېر کړی دی.
راحیله درانۍ د دغه هېواد د ۲۰۱۳م کال له ټاکنو څخه مخکې د مسلم لیګ ن سره یو ځای شوې وه.
له بلې خوا نواب ثناءالله زهري هم د بلوچستان د اعلی وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې په دغه دنده باندې ښځه ګمارل کیږي.


















