پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د سنګین حماسه تر دې ډیره ستره ده

Salim Başarı نشرونکی: Salim Başarı
دسمبر 24, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
11
ځلې شریک شوی
140
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

قاري سعید

او دادی بالاخره همدا نن  چهارشنبه د ۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومي په دوهمه نیټه مجاهدین وتوانېدل چې د سنګین ولسوالي بشپړه فتحه او د اسلامي نظام او خپلواکۍ توغ ورباندې ورپوي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

دا له څوارلس کلن اشغال وروسته لومړی ځل دی چې سنګین ولسوالي په بشپړه ډول د اشغال له خبثه پاکیږي او د ازادۍ وږمې تنفس کوي،نن به د سنګین د فتحې په اړه ډیرې رسنۍ خبرونه او بحثونه نشر کړي،ډیر کارپوهان به ورباندې وګړیږي مګر ددې حماسې عمق ته به کله هم ورکوز نه شي هغه چې د څوارلس کلنو قربانیو،رشادتونو او حماسو اوږد پس منظر تر شا لري.

د سنګین حماسه د یوې ورځې خبره نه ده او نه هم کوم داسې معمولي رویداد  دی چې په څو راډیویي خبرونو او تحلیلونو کې راونغښتل شي،دا فتحه تر شا څوارلس کلن داستان لري،دا فتحه د سترو قربانیو په بدله حاصله شوې،دلته یوازې  داخلي اجیر پوځیان نه دي مات شوي،بلکې د برتانیا،امریکا او ګڼو نورو اروپایي هیوادونو یرغلګرو هریوه په سنګین کې بخت ازمویلی دی خو په پای کې د ټولو بیړۍ د سنګینوالو مستو وینو او قربانیو له ځان سره لاهو کړې دي.

نن مې د سنګین د حماسې د څوارلس کلن داستان په اړه خپلو یاداښتونو ته مراجعه وکړه، د قربانیو او رشادتونو له یوه اوږده تسلسل سره مخامخ شوم هغه چې دافغانستان هره سیمه همداسې نالیکلی خو ویاړلی تاریخ لري، د سنګین ټول داستان دومره لنډ او کم نه دی چې زما قلم یي بوج پورته کړای شي او یا یي دا لنډه لیکنه احتواء کړي نو ځکه په مشت نمونه خروار باندې بسنه کوم.

له سنګین سره شناخت

د هلمند د سنګین نوم مې له پخوا اورید، مګر دا سیمه مې هغه وخت د یوې جهادپالې او یرغلګرو ته د خطرناکې سیمې په حیث وپیژندله کله چې د ۲۰۰۷ م کال په لومړیوکې برتانوي عسکر دې سیمې ته لاړل او په خونړیو جګړو کېوتل،ښه مې په یاد دي چې هغه مهال به بي بي سي په دې خبره ډیر تعجب کاوو چې برتانویانو له سنګین څخه په یوه اونۍ کې د خپلو سرتیرو لس جنازې پورته کړې،په هماغه شیبو کې مې په هلمند کې د برتانوي جنرال ریډبټلر مرکه هم په یاد ده چې د سنګین جګړو خښمولی و او د انتقام له جذبې سره په ډیر غرور غږېد ریډبټلر ویل: د یوه پوځي په حیث باور لري چې په سنګین کې به د میوند تاریخ تکرار نشي، یعني انګریز سرتیري به  له  کلیوالو افغانانو شکست ونه مني.

دا د یوه مغرور پرنګي هغه پټکه وه چې تقدیر غلطه ثابته کړه، پرنګیان تر پخوا په ډیر ذلیل حالت له سنګینه وتښتیدل.

په هماغه کال مې د پیښور په باغبانانو نورالمدارس کې سبق وایه، د ملاناصر په نوم یو طالب مې ملګری و چې د سنګین د جوشالي سیمې و،هغه به راته د سنګین د جګړو ناویلې بیانولې چې ډیر ځله به زما زړه ته نه لوېدې مګر وروسته  پوه شوم چې هلته د حماسه آفرینۍ کچه رښتیا همدومره دنګه او د اټکلونو له چتې وتې وه.

د ټانګونو په وړاندې تبر په لاس کلیوال

دا کیسه راته  د هلمند یوه مجاهد ملا روح الامین روحاني  په ۲۰۰۹ م کال کې هغه وخت وکړه چې د روزګان جهادي مسؤل و، ملا روحاني چې اصلا د هلمند دی د سنګین په څاروان کلا کې یې د لومړیو کلونو د یوې جګړه داستان داسې بیان کړ.

یوه ورځ د سنګین د څاروان کلا په یوه  کلي کې ډیر مجاهدین ناست وو چې خبر راغې چې دکجکي ولسوالۍ له لورې یوه لویه قوه درووته، مونږیوڅه انتظاروکړچې د۳۲ټانګونواورینجرانویولوی کتاردڅاروان کلاسیمې ته راداخل شوچې امریکايي ټانګان هم پکې و خوزیاتره دداخلیانو رینجروو. نودا د څاروان کلاعلاقه درې وتونکي لارې لري چې یوه دسروپوزه بولي بله دکنګیانو مانده ده اوبله دبابافقیرلاره ده مجاهدینو په خلکوهم غږوکړاودری واړه لارې یې ددښمن په مخ بندې کړې اوبیایې ورباندې حمله وکړله په دې وخت کې کلیوال هم ټول له وسلو سره راووتل اوپه دښمن یې بریدونه پيل  کړل تردې چې مایوه ښځه ولیده چې په توپانچه یې په انګریزانوټکان کول یوکوچنی ماشوم مې ولیدچې تبر ورسره و، اودجګړې میدان ته یې راځغاستل یوه سپین ږیري په پخواني یوټکه ټوپک باندې انګریزان په نښه کول انګریزان او داخلي عسکر دغې سختې حملې ډیربدوارخطاکړل اوحواس یې بیخي له لاسه ورکړل اومونږلیدل چې موټربه یې له قصده له لارې وغورځاوه اوله څنګ سره به یې ووهل اکثرویې موټر اوټانکونه پریښول اوشاوخواغونډیوته یې منډې پيل کړې چې په غونډیوبه ختل او مجاهدینوبه دشاله خواوویشتل لنډه داچې ددوئ د۳۲موټروڅخه یوازې دوه موټر دسنګین دولسوالۍ په خواوتښتیدل اوخلاص شول نورټول له مهماتوسره مجاهدینوته په لاس ورغلل ۲۸بیخی روغ پوځي موټران پدې جګړه کې مونږځینې غنیمت کړل.

دغه رازددوئ بیخي ډیرې اسلحې هم دلته ترې پاته شوې چې له دې جملې څلورپایې هاوانونه وو چې له هریوه سره ۳۰۰ فیره مرمۍ هم وې مجاهدین ددې غنیمتونومحفوظوسیموته په نقلولوبوخت وه چې مازدیګرمهال دوئ تقریباد۳۰چورلکو سره چاپه واچوله په مجاهدینویې غرض نه درلودیوازې یې خپل وژل شوی اوغونډیوته ختلي عسکر ورسره واخیستل اوبیرته لاړل.

د ملا عبیدالرحمن له روایته

ملا عبیدالرحمن د طالبانو د وتلي قومندان شهید ملا اخترمحمد عثماني صاحب خوریې دی،ما ورسره د ۲۰۱۰ م کال د می په لسمه نیټه لیدنه درلوده،هغه مهال  پنځه ویشت کلن ځوان و او په سنګین کې یي د یوه جهادي محاذ مشري په غاړه وه، نوموړي د سنګین د هغو ورځو وضعیت داسې راته تصویر کړ.

دګرشک له حدودو نیولې بیا دسنګین ترمانده پورې چې بیخي کمه ساحه ده دښمن تقریبا ۳۰ امنیتي پوستې جوړي کړي دي چې خارجي او داخلي عسکر په کې اوسي دغه راز دوی دسنګین دبازار او مجید چوک په ساحو کې هم ډیرې لویي قرارګاوې لري او ډیرزیات عسکر په کې پراته دي په سنګین کې  دښمن ترډیره هڅه کوي چې یوازې همدا دکجکي په خوا تللې لویه لار پرامنه کړي نوځکه خویي ټول قوت په همدې مصروف کړی او دسنګین نورې ټولې اطرافي سیمې دمجاهدینو په ولکه کې دي .

ددښمن پیاده ګزمي یاټانګونه که له خپلو پوستو او قرارګاوو راوزي نوبیخي په نږدې واټن کې دمجاهدینو له خوا عیارشوي ماینونه پرې انفجارکوي که چیري ماین نه وي دمجاهدینو چریکي ګروپونه پرې دهشتادو، درازنوفونو او له دوی څخه دنیول شویوایم شپاړس ټوپکو ډزې کوي ، ډیرځله داسي پیښیږی چې په دې ډول بریدونو کې ددوی څوتنه ولګیږي نوریي سره او شنه دودخپرونکي ګرنیټونه وغورځوي او په همدې لړو کې بیرته ننوزي  دسنګین له ساحې دتیرې شوې لویې لارې په سرپرتې ددوی پوستې په دومره واټن کې دي چې غږ یي سره اوریدل کیږي مګر بیاهم ددوی ددې پوستو ترمابین تګ راتګ نه شي کولای ، دمجیدچوک په سیمه کې چې ددشمن کومه قرارګاه ده  ګڼ سرایونه پرې راګرځیدلي دي مجاهدینو په دیوالونو کوچني کوچني سوري کړي دي له همدې څخه ددښمن دقرارګاه په شاوخواکې ددوی سرتیري څاري کله چې کوم یو ورته لږراشکاره شي نو په دوربین دار ټوپک یي په نښه کوي په دې توګه مجاهدینو حتي ددشمن دقرارګاه په پیره دارخانه کي څوتنه عسکر وژلي له همدې امله خواوس دوي په دې سیمه کې دخپلو قرارګاووپه پيردارخانو داسې جالۍ غوړولي دي چې پيردار په کې ډير په مشکل لیدل کیږي ،په دې سیمه کې مجاهدینو دریموټي او تارکشي  ماینونوپه واسطه هم ددشمن ګڼ شمیر نقلیه وسایط له منځه وړي او سپاره عسکریی وژل شوي دي ،دغه رازڅرنګه چې دښمن دسنګین په شاوخواسیمو کې  موثراستخبارتي منابع نلر ي نودمجاهدینو دکشفولو لپاره دجګړې په وخت یاپه عامو حالاتو کې له خپلو قرارګاوو څخه کوچنۍ بې پيلوټه الوتکې راپورته کوي اوپه سیمه دورې ورکوي مګر ددې الوتکو درانسکورولو لپاره اوس مجاهدینو ډیرښه چل زده کړی هغه داچې که د درازنوف په مرمۍ وویشتل شي په یوه مرمۍ راغورځي دغه ډول ۱۲ دانې کوچنۍ الوتکي چې ځیني پلاستیکي دي اومختلف اشکال لري تراوسه زمونږ مجاهدینو رانسکورې کړي او راسره دي  ، دغه راز په تیره نږدي یوه نیمه میاشت کې مجاهدینو تر۳۵ ډیرټانګونه په بیلابیلو فرصتونو کې په بمي او راکټي بریدونو کې له منځه وړي دي.

په ماین پلټونکي روباټ برید

ملا عبیدالرحمن په هماغه ورځ یوه عجیبه کیسه وکړه هغه داچې مجاهدینو څرنګه په سنګین کې د امریکایانو د ماین پلټونکو روباټونو تاکتیک شنډ کړ. ده وویل: دسنګین ولسوالۍ دجوشالي په سیمه کې له کلیوالو سیمو لوړ دسرک په غاړه دامریکایي او برطانوي عسکرو یو ډیره ستره قرارګاه ده خو دسنګین ولسوالۍ دنورو سیمو غوندې دلته هم بهرني اشغالګریوازې دخپلې قرارګاه دننه دسکون ساه کاږي او له قرارګاه بهر کله هم نه راوزي ، په دې سیمه کې دوی ته ډیر تلفات له هغوماینونو څخه او ښتي چې مجاهدینوله قرارګاه څخه دکلیوالو سیمو په خوا په غزیدلي سړک ورته ښخ کړي  چې همدې ماینونو په دې وروستیو کې ددوی ګزمي  له یوې مخې په ټپه درولي دي .

دماینونو له دې جنجال څخه دخلاصون لپاره امریکایانو له خپلو ټولو ناکامو هڅو وروسته په دې اواخرو کې یونوی اقدام وکړ هغه داچې یوډول ( روباټونه) چې دلاسي ګاډۍ قدر جوړښت لري اوپه ډیره پرمختللي ټیکنالوجۍ سمبال دي خپلو مهمو قرارګاوو ته یي  راوړل دوی به دجوشالي له همدې قرارګاه څخه دغه ارابه لرونکی روباټ په سرک راخوشی کړی په داسی حال کې چې امریکایانوپه له خپلې قرارګاه څخه دریموټ په واسطه کنټرولاوه  ګام په ګام به یي سرک پرې معاینه کاوه او چې چیرې به یې ماین وموندنو بیرته به واپس شو له ځانه سره به یي بارود راوړل دماین په خوا کې ځای به یي ژورکړ باورد به یي ورسره کیښودل او په انفجار ورکولو سره به یي ماین ضایعه کړ.

مجاهدین چې ددي روباټ له جنجال نه په تنګ شول نو یوه ورځ دوه تنه مجاهدین له موټرسایکل سره دسرک په غاړه په کمین کې شول او دې ته انتظار و چې روباټ ورنږدې شي کله چې دغه ماین پلټونکی روباټ بیاله قرارګاه راووت او دمجاهدینو خواته ورنږدې شویوه تن مجاهدپه داسې حال کې چې له قرارګاه څخه دامریکایي ځواکونو ترفیرونو لاندې و په روباټ حمله وکړه په خپل څادره کې یې روباټ پنډه کړ او له خپل بل ملګري سره چې له وړاندې یې موټرسایکل منډې ته اماده کړی وسپور شو او روباټ یې روغ رمټ ولجه کړ .

ددغو عملیاتو برخوال مجاهدین وایي چې ترډیره پورې چې روباټ ددوی په ولجه کې و، هم چالان و او قسماقسم اوازونه ترې راوتل خو نور ټیکنالوجۍ دایماني همت په وړاندې دڅه کولو وس بایللی و او دتخنیک معجزه سړه اوسپنه ګرځیدلې وه .

ګمنام اتلان

د سنګین د حماسې غوندې د تاریخ ټولې سترې حماسې په واقعیت کې هغه څوک د خپلو وینو  او قربانیو به برکت ګټي چې نومونه یي هیچا ته هم یاد نه وي،هغه چې د اسلامي تاریخ د ټولو ګمنامو جانبازانو غوندې یوازې د الله تعالی د رضا لپاره سر په لاس کې نیسي او له توپانونو سره ډغرې وهي.

په سنګین کې به ډیرو اتلانو ډیر قسمه اتلولۍ کړې وي، خو دا شیبه زما په زړه د سنګین د څاروان کلا د الکوزو د کلي هغه سپین ږیری راواورېد چې د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ په اتلسمه یي په دې سیمه کې د مسؤل امریکایي قومندان په ککره د ډبرې ګوزار وکړ، امریکایي قومندان یي په خپل درانه ګوزار د مرګ په خوب ویده کړ او وروسته خپله هم په امریکایي مرمیو غلبیل او د شهادت لوړ مقام ته ورسېد،د هغه سپین ږیري نوم مې له ذهنه وتلی مګر هغه زلمی چې له دې پیښې څو میاشتې وروسته یي د سنګین په بازار کې دوه امریکایي پوځیان په چاړه ووهل او خپل ایماني دریځ یي وروښود، جلات خان نومېدو.
دلته به ښه نه وي چې د هغو اتلانو له یادونې پرته تیریږو چې د سنګین په جګړو کې یي د شهادت جامونه نوش کړي او نړیوال کفر ته یي خپل ددین حقانیت او لوړتیا په اثبات رسولې.راځئ دلته د سنګین هغه شهیداتلان رایاد کړو چې نن یي موږ د قربانیو په برکت د سنګین فتحه لمانځو هغوی لکه  ملاعبدالباري ، حاجي نصرالله ، مولوي سعدالدین ، حافظ نسیم،ملا محمدنذیر فاروقي،ملا عبدالقوي، ملا امین طوفان،ملا عبدالغفار ملا لالا،حاجي احمد،حاجي ملا محمد جمالي او داسې نور سلګونه اتلان  الله تعالی دې یي شهادتونه قبول کړي.

هيښوونکي تاکتیکونه

د ۲۰۱۰ م کال له سختو جګړو وروسته  امریکایان او برتانویان د هلمند د نورو سیمو غوندې د سنګین په ډیرو سیمو هم واکمن شول، دوی کلي په کلي قرارګاوې او پوستې جوړې کړې او  مجاهدین یي په چریکي بریدونو اړ کړل.

دا مهال له امریکایانو سره د مجاهدینو جګړه په عجیبو تاکتیکونو روانه وه، چې د هربرید لپاره یي بیل تاکتیک سنجول کېده، مثلا د هلمند د یوه جهادي مسؤل ملامحمد داود مزمل له قوله، یوځای د امریکایانو اډې په ډیره لنډه فاصله کې وې، هره خوا یي د څار برجونه و، د شپې مهال به بي پيلوته طیارو څار کاوو او مجاهدینو نه شوای کولای چې امریکایانو ته ماینونه کیږدي،خو ددې امریکایي پوستو تر مابین یو ځای څو د توتو ونې ولاړې وې،چې امریکایان به یي سیوري ته سره پنډېدل.
یو ورځ څو تنه مجاهدین د توتو راټولولو په پلمه همدې ونو ته ورغلل، له ځان سره يي په پټه څو کوچني ماینونه هم واخیستل،مجاهدین چې په عادي لباس کې و یو د توت ونې ته وروخوت، نورو لاندې ورته  لوی ټاټ ونیو، اودوه مجاهدین تر ټاټ لاندې د ماینونو په خښولو بوخت شول، دامریکایانو د څار برجونه نږدې و، هغوی مجاهدین په کلکه څارل او فکر یي کاوو چې توتان تویوي، مجاهدین هم د توتانو په راتویولو بوخت و، خو تر هغو چې د توتانو کار خلاصیده هغو دوو نورو مجاهدینو د ماینونو د ښخولو کار هم پای ته ورساوو، مجاهدینو له توتانو سره له سیمې لاړل، خو څه وخت وروسته چې امریکایان د ونو همدې سیوري ته د مجلس او بانډار لپاره راغونډ شول مجاهدینو په ریموټ باندې ماینونه منفجر کړل او د امریکایانو هډونه یي  په هوا کړل.

د لومړي نړیوال جنګ تاکتیک

سنګین ولسوالي امریکایانو او انګریزانو تقریبا ټوله ونیوله، د طالبانو علني حضور ته یي د پای ټکی کیښود، طالبان مجبور شول چې علني تشکیلات په چریکي تشکیلاتو بدل کړي،امریکایانو وروسته  په څاروان کلا  او د سنګین په نورو سیمو کې د اربکي سازي په پروژه پیل وکړ،په څاروان کلا کې لسګونه د اربکیانو، اردو، پولیسو قرارګاوې جوړې کړې او کله چې ددې سیمې په امنیت ډاډمن شول نو د خپلو قواوو په ایستلو یي پیل وکړ.

طالبانو سنګین ته د ورګرځیدو عملیات د ۲۰۱۳ م کال د می په نولسمه پیل کړل، په هغه ورځ سلګونه مجاهدین د هلمند د څپاند سیند له څپو سره له ډغرو وهلو وروسته د څاروان کلا غاړې ته پورې وتل او د اربکیانو په پوستو یي بریدونه پیل کړل،له همدې ورځې په سنګین کې د طالبانو تصفیوي تهاجمي عملیات بیا شروع شول، طالبانو د اربکیانو او اردو پوستې په اسانۍ ورټولې کړې اما د هغو پخو بیسونو او سترو قرارګاوو  فتح کول سخت و چې امریکایانو ډیرې محکمې جوړې کړې او اوس یي داخلي پوځ ته پرې ایښي وې، طالبانو له دغو قرارګاوو سره داسې چل وکړ چې امریکایانو ته یي سل کاله پخوا د فرانسویانو هغه تاکتیک وریاد کړ چې د جرمني ځواکونو د دفاعي خط په وړاندې یي کارولی و.

د هلمند د یوه جهادي مسؤل له قوله مجاهدینو له  یونیم سل متره لرې مسافې څخه دغو  مرکزونو ته  تر ځمکه لاندې تونلونه ورتېر کړل چې دا یو سخت او ستړی کوونکی کار و، وروسته یي ددې مراکزو لاندې تونلونه له بارودو ډک کړل، او تقریبا له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰  کیلوګرامه چاودیدونکي مواد یي په کې ځای په ځای کړل، کله چې په څاروان کلا عملیات پیل شول،مازدیګر مهال ددښمن دغو مراکزو ته چې دوی خوندي بلل،هم انفجار ورکړل، ددرنو چاودنو له امله مراکز په بشپړ ډول له منځه لاړل یوازې په یوه مرکز کې یوه برج روغ پاته شو او کیدای شي کوم عسکر په کې ژوندی پاته شوی وي،نور دغه مراکز مکمل تباه شول او دې حیرانوونکي برید دښمن له سختې وارخطایي سره مخامخ کړ.

وروستۍ صحنې

د هلمند جهادي مسؤل ملا عبدالمنان آخند د سنګین په ستراتیژیک اهمیت پوه و نو ځکه په تیرو دوو کلونو کې ددې ولسوالۍ لاس ته راوړلو ته د بلې هرې سیمې په نسبت ډیر متوجه و،د نوموړي تر مشرۍ لاندې طالبانو په تدریج سره په سنګین کې پرمختګ وکړ،څاروان کلا یي مکمله ونیوله او د کجکي لار یي وتړله، ورپسې یي د ګرشک او سنګین تر منځ پوستې له منځه یووړې چې په دې ډول په سنګین کې پراته عسکر محاصره شول،ددغو پرمختګونو په مقابل کې حکومت د ۲۰۱۵ م کال په فبرورۍ کې په سنګین کې د ذوالفقار په نامه ظالمانه عملیات وکړل،د مالمند بازار یي وسوځاوو او د ګرشک ـــ  سنګین د لارې په امتداد کې یي شاوخوا یونیم زر کورونه او باغونه ونړول. خو دې مظالمو د سنګین د ساتلو په چاره کې ګټه ونه رسوله بلکې نوره یي هم اولسي غوسه راوپاروله تردې چې د قدم په قدم سقوط په پایله کې دادی همدانن د جدي په دوهمه سنګین ولسوالي په بشپړه توګه د اشرف غني د حکومت له واکه ووتله.

د سنګین د واقعاتو او په ټوله کې د هلمند د حالاتو په اړه د کابل چارواکي دومره ناخبره او د فیل په غوږ کې ویده دي چې په خپلو ټولو ناکامایو سترګې پټوي، د بي بي سي له قوله نن چې د سنګین له سقوط وروسته  د دفاع له سرپرست وزیر معصوم ستانکزي څخه د هلمند د حالاتو په اړه وپوښتل شول، ده وویل چې حالت بیخي نورمال دي، په هلمند کې د طالبانو د پرمختګ دعوې ټولې درواغ دي، طالبانو هیڅ ولسوالي نه ده نیولې یوازې په باغران ولسوالۍ کې د برامچې سیمه ددوی په لاس کې ده!!!

په باغران کې برامچه؟؟ دا داسې مثال لري لکه څوک چې ووایي یوازې د نیمروز د ولایت په وردوج ولسوالۍ کې طالبان شته. ځکه باغران د هلمند په شمالي سر او برامچه په جنوبي سرحد کې ده ددفاع وزیر چې تراوسه د هلمند په جغرافیه نه دی خبر نو د نوزاد، موسی، کلا، دیشو، خانشین،باغران، بغني او بالاخره سنګین د سقوط څخه په انکار خو یي هیڅوک هم ملامت نه شي بللی.

مخکینې مطلب

پاکستان: راحیله حمید خان درانۍ د بلوچستان د ایالتی شورا رئیسه وټاکل شوه

بل مطلب

د هند لومړی وزیر (نرېندرا مودي) کابل ته را ورسېدو

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com