ځانګړی انډیوال

فکرمل طالب
د ښائيست د شهزادګانو کلیوال وای
د لمرونو او ګلونو سره سیال وای
د تیارو زامن په تور اور سوزېدلی
او ظاهر د رڼاګانو روڼ کمال وای
زه څښتن دحقیقي پاکې نکاح وای
زما وینې د حورانو مهرِ مال وای
تنکی ځان مې له پاک دین نه نذرانه وای
اومصرف مې دغزا غازي ریال وای
د بېځایه بې ننګۍ له مرګه لرې
شهادت پخپله غېږه کې سنمبال وای
په قیامت مې دغه نښه د جهاد وای
په تندي مې نقش دوينو زرین خال وای
زه شهید وای رب راضي وای اوجنت وای
فکرمل مې یو ځانګړی انډيوال وای
URL Copied



