کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د افريقا په کامرون او چاډ هيوادونو کې د بوکوحرام ډلې په بريدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوی او ګڼ نور ټپيان دي.
د کامرون امنيتي چارواکو ويلي، چې نايجيريا سره پولې ته نږدې يوه سرتېري بريدګر درې ولسي خلک ووژل.
بل لور ته په چاډ کې هم د يوه سرتېري بريد خبر ورکړل شوی، چې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر دې دمه مالومات نه شته.
د بوکو حرام ډلې له داعش سره خپل بيعت اعلان کړی او ډېری وختونه د مېرمنو او کوچنيانو پر مټ سرتېري بريدونه ترسره کوي.


















