کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د اندونيزيا په زړه کې په اوبو کې د يوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۶۳ تنه وژل شوي، او ۱۵ نور بې درکه دي.
دغه کښتۍ ۶ ورځې وړاندې په سيليپس جزيره کې د اوبو د سترو څپو او توپان له امله ورکه شوې وه.
د اندونيزيا د ژغورنې ادارې مدير بامبانګ سوليستو نن رسنيو ته وويل، تر دې دمه يې ۶۳ جسدونه تر لاسه کړي، همدا راز يې ۴۰ تنه ژغورلي دي، او که راکړل شوي مالومات سم وي، نو ۱۵ تنه لا هم بې درکه دي.
د ژغورنې په عملياتو کې لس کښتۍ او د بحري ځواک دوه ټولي عسکر ګډون کوي، ژغورل شويو کسانو د کښتۍ ډوبېدو لامل د بحر ياغي څپې ښودلې دي.


















