کابل ټکی کام ۰۵جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر وکړی دی چې د سوریې د جیشن الاسلام تنظیم مشر زهران علوش د روسیې د هوايي جنګي الوتکو په یوه برید کې وژل شوی دی.
رسنیو ویلي دي چې یاد تنظیم په څو ساعتونو کې ابو همام البویضاني خپل مشر ټاکلی دی.
فرانس پرېس خبري اژانس ته د سوریې یوې امنیتي سرچینې ویلي دي چې په دغه برید کې لسګونه تنه مخالف جنګیالي وژل شوي دي.
سرچینې ویلي دی چې د سوریې د هوايي ځواک په برید کې هغه توغندی توغول شوی دی، کوم چې په وروستیو کې یې له روسیې څخه ترلاسه کړی وو.
د جیشن الاسلام تنظیم یوه قومندان یوې رسنۍ ته ویلي دي، «۴۴کلن علوش په هغه دریو بریدونو کې وژل شوی دی چې موخه یې د دغه تنظیم د مشرانو د پټې ناستې په نښه کول وو.»
د یادونې وړ ده چې علوش د جیشن الاسلام تنظیم مشر وو، چې د ۱۵۰۰۰-۲۰۰۰۰تر منځ جنګیالي لري، او دمشق ته څېرمه په ګڼو سیمو کې واکمن دي.


















