کابل ټکی کام ۰۵جدې/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د سوريې شمال لور ته حلب ښار کې په الزبديه کلي کې پر البتول جامع جومات روسي الوتکو بمبار کړی، چې ۱۵ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينې وايي، دغه سيمه د سوريې د مخالفينو په کنترول کې ده او تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال روسي الوتکو بمونه پرې وورول.
روسي الوتکو په عين وخت کې باب قنسرين، کرم الطراب، بستان القسر او حلب القديمه کلي هم بمبار کړي دي، چې د مخالفينو په ولکه کې دي، د دې کليو د بمباريو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
همدا راز د حلب شمال لور ته په اعزاز ښارګوټي کې پر روغتون د روسيې بمبار کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.


















