شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د حکومت او امریکا د زوال شېبې رانږدې شوي نه دي؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
سپتمبر 24, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
23
ځلې شریک شوی
111
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کله چې د پخواني شوروي اتحاد عسکر په وتلو شول، نو دلته خلقیانو، پرچمیانو، کمونیستانو او شورویانو په گډه د عامو افغانانو وژلو کې نور هم چټک شول.  کورونه، مسجدونه، عامه‌ځایونه، کلي او ښارونه یې بمبارول. د شوروي اتحاد عسکر وتلو ته مجبوره شول او د ډاکټر نجیب حکومت یې یوازې په تش میدان پرېښود. هغه نجیب چې یوه قوي اردو هم ونه شو ژغورلی او د هاگ د محکمې پر ځای طالبانو په اریانا چوک کې په دار کړ.

اوس امریکایانو او د هغوی لاسپوڅو هم په ورته کړنو لاس پورې کړی. روانه اوونۍ نیوزویک مجلې لیکلي وو، چې امریکا په نومبر کې د خپلو عسکرو د وتلو مهال‌وېش ټاکي او په تدریجي ډول به له افغانستان خپل عسکر اوباسي. د نیوزویک په حواله، د امریکا کانگرېس راتلونکې میاشت د امریکايي عسکرو په وتلو خبرې پیلوي او تر ۲۰۲۰ز کال پورې به ټول امریکایان له افغانستانه ووځي. ټرمپ له دې وړاندې افغانستان «دوزخ» بللی او د امریکا په تاریخ کې له اوږدې جگړې یې ناهیلي ښکاره کړې وه.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

که امریکایان درې کاله وروسته وځي، چې همدا نن له مخې ټول ووځي، نو یوازې څو کسان به پرې خفه وي؛ خو نور ټول ملت به له خوښۍ لارو سړکونو ته راووځي او د امریکایانو ماتې او خپله بریا به اعلان کړې. ځکه تېر اوولس کاله امریکایانو موږ ته بغیر له درد، بمبار، چاپو، وژنو، ورانۍ او خفگان نه نور هېڅ نه دي راکړي، بلکې پاتې کېدل یې ورځ تر بلې نورې پېښې هم زېږوي.

د امریکایانو سکني د کاکا زامن«صفر یو او صفر دوه» قطعو په ټول افغانستان کې د عامو خلکو په وژنه لاس پورې کړی. په ننگرهار کې یې په تېرو دوو اوونیو کې تر پنځوس ډېر ملکي وگړي شهیدان کړي، همدا تېره شپه یې د میدان وردگو په جغتو کې څو کورونه له خاورو سره برابر کړي، د کاپیسا په تگاب کې یې پر واده بمبار کړی او هماغه د ۲۰۰۳، ۲۰۰۴او ۲۰۰۵ کلونو پېښې بیا تکرارېږي، خو حکومت دغه هر څه د طالبانو په نامه تېروي او د عام هېوادوال غږ به دې فاسد نظام کې څوک نه اوري.

که د طالبانو په وژنو، بمباریو، چاپو، زندانونو، شکنجو، نیولو، ټکولو، سوځولو، بندي کولو او برېښنايي شارټونه سوله راتلی، نو اوولس کاله مخکې به چا یو ډز نه وی کړی؛ خو دغه جګړه د عقیدې ده. د یو طالب په مرگ لس نور طالبان پیداکېږي. زه داسې کورنۍ هم پېژنم، چې طالبانو سره یې راشه درشه نه کوله؛ خو اوس له مخې طالبان دي. د دغو کورنیو ډېر خپلوان شهیدان شول، پر کورونو چاپې ولوېدې، خلک بې‌عزته شول او له شته شتمنۍ خلاص شول. کرزي رښتیا ویل، چې باگرام او څرخي‌پله زندانونه د طالبانو فابریکې دي او دلته د شته بندیانو وروڼه او خپلوان هم له امریکایانو غچ اخلي او خلک په لوی لاس وسله‌وال کېږي.

امریکا به حتماً یوه ورخ له افغانستانه وځي. خو اوسني لاسپوڅي به یې بیا په کومو سترگو دې ملت ته درېږي؟ تېره ورځ جرمني هغو افغانانو ته د پناه له ورکولو انکار وکړ، چې جرمني عسکرو ته یې جاسوسي کړې وه، جرمني عسکرو سره یې د ژباړن په توگه کار کړی و او د دوی په بېسونو کې یې خدمت کړی و، خو اوس دوی ټولو ته له پناه ورکولو منکر شوي دي. غلام په هر ځای او هر حالت کې غلام وي او هر څوک ترې کرکه کوي.

له هېواد سره تر ټولو لوی خیانت دادی، چې د بهرني یرغلگر په مقابل کې خپل هېوادوال ووژني، د هېواد په یرغمل کولو کې ورسره مرسته وکړې او دوی په تش لاسونو بهرنیو ته وسپارې.
اخېرت کې دغه ډول خلک د اوسنیو یرغلگرو په صفونو کې راپورته کېږي او بیا به نه ﷲﷻ او نه خپل ملت ته د سترگو پورته کولو توان لري.

لوی ټکي: بمبارچاپېحکومتخالد روانمهمننگرهار
مخکینې مطلب

تګاب: امریکایانو د سیمیزو پولیسو پوستې بمبار کړې

بل مطلب

هلمند: د مشرانو جرګې د غړي "هاشم الکوزي" په کور وسله وال بريد شوی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com