کابل ټکی کام ۰۸سنبله/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
عربي رسنيو ليکلي دي، چې د سعودي عربستان په مشرقي ښار خوبار کې د تېلو د کارګرانو د هستوګنې په يوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی، چې له امله يې ټوله ودانۍ اور نيولې ده.
د سعودي چارواکي وايي، چې په دې اور کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي او له دوه سوو نور ډېر ټپيان دي.
د چارواکو په وينا د اور د وژلو لپاره د اوروژنې پر ټيمونو برسېره له څرخکو هم کار اخستل شوی دی.
د سعودي روغتيايي چارواکي وايي، د پېښې له ځايه يې ۲۱۹ ټپيان د درملنې لپاره روغتونونو ته وروړي دي، چې تر تداوۍ لاندې دي، خو په وينا يې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
چارواکو زياته کړې ده، چې له سوزېدلې ودانۍ سره په څنګ کې له ودانيو يې خلک ويستلي دي.
د اور لګېدو لامل تر دې دمه نه دی مالوم، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
ياده دې وي چې سوزېدلې ودانۍ د «ارامکو» کمپنۍ اړوند ده، چې د نړۍ د تېلو له سترو کمپنيو شمېرل کېږي.


















