کابل ټکی کام ۰۸سنبله/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
تېره ورځ رسنیو خبر ورکړو چې مصر د الجزیري درې خبریالان (پیتر ګریست، باهر محمد او د الجزیرې خبریال د خبري څانګې مسؤل محمد فهیمي) نیولي دي.
د الجزیرې خبریال پيټر ګریست د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي غوښتنه وکړه چې ده او د ده ملګرو ته عفوه وکړي.
ګرېست په درې کالو د بند حکم سزا ناسمه او سیاسي انګېزه وبلله.
دا چې اخوان المسلمین ډله د مصر چارواکو په تور لیست کې نیولې، او ویل کیږي چې دوی له اخوان المسلمین سره یې اړیکې درلودې، او په خپرونو کې به یې د مصر حکومت ته زیان رسوو.


















