کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د امريکا کانګرس ته په ازربايجان کې د ډموکراسۍ په اړه يو سند وړاندې شوی دی، چې په کې د ازربايجان پر حکومتي چارواکو د امريکا د وېزې د بنديز غوښتنه شوې، د دغه وړانديز د منل کېدو په صورت کې به امريکا پر ازربايجان اقتصادي بنديزونه هم ولګوي.
د سند ليکوال په سند کې ښکاره کړې ده، چې ازربايجان کې بشر حقوق له سترو ستونزو سره مخ دي او سره له دې چې دغه هيواد د ملي امنيت او اقتصادي برخه کې امريکا سره نږدې اړيکې لري، خو امريکا به هلته د بشر حقوقو د خرابو حالاتو په اړه چوپ پاتې نه شي.
د امريکا چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د ازربايجان لپاره دغه څرګندونې ناڅاپي دي.
خو د بشر حقوقو کارپوه عین الله فتح اللهیف وايي، امريکا له دغه سنده بل هدف لري او هغه دا چې پر ازربايجان په پته د مرييتوب شرطونه ومني، ځکه نو دا سند دومره د ازربايجان د حکومت پر ضد نه دی، لکه د دې هيواد د خلکو پر ضد چې دی. نوموړي د دغو شرطونو په اړه نور څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې به دې اړه د دواړو هيوادونو تر منځ د پردې تر شا خبرې روانې دي.


















