کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د امريکا په متحده ايالاتو کې په ۲۰۱۵ز کې د وسله والو بريدونو په ترڅ کې نږدې ۴۰زرو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو پر اساس په دغه موده کې له ۵۱ زرو ډېرې وسله والې پېښې رامنځته شوې دي، چې له امله يې ۱۳۰۳۱ تنه وژل شوي دي او ۲۶۳۳۱ نور ټپيان دي.
د امريکا د «تاو تريخوالي ارشيف» په نامه ټولنې له خوا په خپرو شويو شمېرنو کې په ډاګه شوې ده، چې په ۲۰۱۵ز کې د تېرو کلونو په پرتله د وسله والو پېښو کچه لوړه شوې ده، چې له امله يې په مرګ ژوبله کې هم ډېروالی راغلی دی.
راپور ښودلې ده، چې په دغو نښتو کې پر ځوانانو او د پاخه عمر پر خلکو سربېره کوچنيانو ته او زلموټو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، امريکا کې هر څوک د ځان ساتنې په پلمه وسلې په ازاد ډول ګرځولای شي، چې حکومت يې څو وار پر دغه قانون له سره د غور کولو خبره کړې ده، خو تر دې دمه يې کوم بنديز نه دی لګولی.
په يوه بل راپور کې ويل شوي، چې همدا اوس امريکا کې نږدې ۳۰۰ مليونه ميله وسلې له خلکو سره دي، دغه هيواد نورو هيوادونو ته هم په ستره کچه وسله صادروي.

















