کابل ټکی کام فرید احمد
د افغانستان په زندانونو کې په پراخه پیمانه ماشومان هم زنداني شوي دي، او دوی ته هغه تعذیب ورکول کیږي کوم چې لویو (بالغو) کسانو ته ورکول کیږي.
که څه هم په نړی کې په زور او تعذیب سره په بندي اقرار کول ناجائز دي او د منلو وړ ندي، خو بیا هم د نړی د هر ملک په هر زندان کې له انسانیت څخه لرې معاملې کیږي، په وهلو ټکولو سره خلک د مرګ کومو ته رسیږي، او وژل کیږي. اکثر زندانیان چې د زندانونو څخه راخلاص شي نو د څه مودې وروسته یا د سرطان او یا د کومې بلې ناروغۍ له امله سترګې پټې کړي، او اکثر نور یې بیا معیوب د بل چا د غاړې طوق شي.
په افغانستان کې د زندانونو مسؤلین د زندانیانو سره د ښه چلند زده کولو پر ځای هندوستان ته لیږدول کیږي ترڅو سخت او ناروا تعذیبونه زده کړي، او په خپل ملک کې خپل مسلمان ملت پرې وځوروي، چې دا تعذیبونه تر وړوکو ماشومانو پورې هم ورسیدل.
په لوګر کې هغه ماشومان چې په یو شمیر ولسوالیو کې د هغه بریدونو پر مهال نیول شوي دي چې د دولتي ځواکونو پر ضد طالبانو ترسره کړي دي، وايي چې د نیولو او څيړلو پر مهال سخت ټکول او تعذیب شوي دي، او آن چې د بریښنا ټکانونه او د سره سیخانو ټکانونه ورکړل شوي دي.
ماشومان وايي چې د جنسي تیري ګواښونه هم ورته شوي دي او بعضو خو یې ان تر دې وویل چې جنسي تیري ورسره شوي هم دي.
دوی وايي چې دوه کسان راغلل او مخونه یې پټ وو چې جنسي تیرۍ یې پرې وکړ، خو پولیس بیا دا ردوي او وايي چې د قانون مطابق چلند ورسره کیږي.
ماشومانو رسنیو ته ویلي دي چې دوی د سیمه ییزو پولیسو له لوري د قومي، ژبني او تربګنیو په اساس په سیاسي جرمونو تورن کړل شوي دي، چې لمړی په محلي پوسته کې ورسره پاتې شوي دي او هلته ورسره هر ډول بد فعلۍ شوي دي او بیا وروسته زندانونو ته لیږدول شوي دي.
سلام وطندار راډیو ته امان الله او عبیدالله وایي چې هیڅ جرم نلري، خو د پولیسو له لوري ونیول شول او د اقرار په غوښتلو کې یې سخت تعذیب کړي دي، دوی وايي چې د بريښنا د شارټونو برسیره په اور سره ګرم کړل شوي سیخانو باندې هم داغل شوي دي.
عبیدالله زیاتوي چې کوم جرم نلري او نه هم تراوسه دی د دې جوګه شوی دی چې جرم او یا نه جرم فکر دې وکړي خو د پولیسو لخوا راوستل شو او د ترهګر نوم یې پرې کیښود.
په پل علم کې یو تن ماشوم وحیدالله چې اوس له زندان څخه ازاد شوی دی خپله کیسه داسې بیانوي:
«زه له سرک سره ولاړ وم، غوښتل مې بازار ته ولاړ شم چې د محلي پولیسو یو موټرسایکل راته ودرید او ویل یې چې ته طالبانو ته خبر ورکوې، ما چې هر څومره زارۍ وکړې ویې نه منله.» دی زیاتوي چې اربکیانو ورسره بوتلو او هلته په پوسته کې یې ورسره ۹ شپې تېرې کړې چې هیچا یې هم پوښتنه ونکړله. وحیدالله زیاتوي: «کله مې چې ورور راغی او زما غوښتنه يې ترې کوله بیا دوی زه قمندانۍ ته وسپارلم او هغوی ته یې وویل چې دا ماشوم ترهګر دی هغوی بیا زه بندي کړم او سخت ډیر یې وټکولم ان چې ماته یې د برق شارټونه هم راکړل.»
د ماشومانو کورنۍ او د ولایتي شورا مسولین وايي چې پدې کار سخت انديښمن دي او که دا کار همداسې دوام پيدا کړي نو د دولت او عام ولس تر منځ به واټن نور هم زیات شي.
هغوی همداشان په دولت غږ کړی دی که چیرې له زندانیانو سره همداسې چلند دوام پیدا کړي نو په لاریون کولو به لاس پورې کړي.
د لوګر د ولایتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکیل وايي چې لدې راپورونو څخه خبر شوی دی، او دایې د پولیسو د علمي کچې کموالۍ او د انساني فرهنګ نشتوالۍ بللی. دی وايي چې په لوګر کې اکثر داسې پيښې ددې له وجې کیږي چې هلته شخصي دښمنۍ ډیرې دي او همدا لامل دی چې پر یو بل داسې تورونه پورې کیږي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح هم دا منلې ده چې په زندانونو کې له ماشومانو سره زیاتۍ شوی دی.
هغه زیاتوي چې پدې هکله له والي سره په رابطه کې دی او ژر به یې په خلاف اقدام وشي.
د لوګر د امنیه قمندانۍ قمندان مل پاسوال محمد داوود احمدي بیا وايي چې دا څه کوي د قانون د پلي کولو لپاره دي، او اکثر خلک د ځان د خلاصولو لپاره داسې ناسمې ادعاوې کوي چې دوی به هیڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسیږي.

















