کابل ټکی کام فرید احمد
البحري د یمن اوسیدونکی و، د تېرې شنبې په ورځ د سویلې مقاله ښار په یوه روغتون کې له دنیا سترګې پټې کړي دي.
په یمن کې د روغتیا وزارت وايي چې داسامه بن لادن پخوانی ساتونکی ناصر البحري د اوږدې ناروغۍ نه وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.
البحري په افغانستان کې د اسامه د باوري ساتونکو څخه شمیرل کیده او د اسامه موټر به یې هم چلاوه.
په ۲۰۰۸ کال کې نوموړی د ګوانتانامو له زندان څخه خوشي کړای شو او یمن ته وسپارل شو چې بالاخره په زندان کې د ورپيښې ناروغۍ له کبله د ۴۲ کلو په عمر د یمن په یوه روغتون کې له دې فاني دنیا څخه رحلت وکړ.
ناصر البحري چې په ابو جندال سره یې هم شهرت درلود، د اسامه بن لادن نږدي ملګری او ساتونکی


















