بدر غرنی
ښکاري چې ولوېده له کاره ولوېد
راپرېوت تور ښامار له واره ولوېد
د تېرو غشو او د تورو په خرپ
نسکور شو اوس له شڼهاره ولوېد
له زهرو ډکه خوله يې ماته شوله
د زهرو غاښ يې مات له زاره ولوېد
ها د ثيمر په بچو روږدی خوني
په توره غوڅ له دنګ چناره ولوېد
راغلی ښکار ته د سور سترګي باز ؤ
سترګې ترې باز یوړې له ښکاره ولوېد
سمه او غر ورته لیندۍ د غشو
په تیندکو درومي په لاره ولوېد
فرهادي عزم مات په خړ کولنګ کړ
د غره په څېر ؤ پههواره ولوېد
له تیارو وځي روڼ سهار به بدره
د تورو شپو چې له حصاره ولوېد


















