کابل ټکی کام ۰۷جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د برتانیې سنډي ټایمز نومې ورځپاڼې راپور خپور کړ چې د طالبانو مشر تابه ښاغلي ملا اختر محمد منصور اخوند د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په تاجکستان کې لیده کاته کړي دي.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته په ایمیل کې یوه اعلامیه را لېږلې ده، چې د سنډي ټایمز ورځپاڼې د تېرې ورځې راپور په کلکه توګه رد کړی شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د دوی مشر ښاغلي ملا اختر محمد منصور اخوند تاجکستان ته بیخي سفر نه دی کړی، او نه یې له روسي مشرانو سره لیده کاته کړي دي.
په اعلامیه کی په رسنیو باندې غږ شوی دی چې د داسې مسایلو په اړه دې مسئولانه راپورونه خپاره کړي، تر څو خپل حیثیت په تشو اوازو باندې خراب نه کړي.


















