کابل ټکی کام ۰۷جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ولسي جرګې لومړی مرستیا ښاغلی حاجي ظاهر قدیر نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې «د طالبانو او د داعش ډلې تر منځ په نښتو کې حکومت د داعش ډلې ملاتړ کوي.»
ده پخپلو خبرو کې وویل، کله چې طالبان او د داعش ډلې جنګیالي تر خپل منځ په جګړو کې ښکېل شي، نو حکومت پر طالب ځواکونو بمباري کوي، خو د داعش ډلې جنګیالیو ته څه نه وايي.
ظاهر قدیر همدا راز وویل چې حکومت د لشکر اسلام ډلې غړو ته چې د داعش ډلې سره مرسته کوي، ځانګړي کارتونه ورکړي دي.
ده له حکومت څخه د هغو چورلکو کوم چې یې تېره اونۍ په سرخرود ولسوالۍ کې مخ پټي وسلوال ښکته کړل، د پوښتنې کولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې روسیه هم په همدې نظر ده چې افغان حکومت د داعش ډلې په شمال او بیا په منځنۍ آسیا کې د قوي کېدو لپاره مرسته کوي.


















