
لس جواهر
ژباړه: محمد نبي (الدين)
لومړی جوهر :
اودس، لمونځ، صدقه او د نورو مسلمانو د مشکلاتو د حل په لټه وتل د هر مرض لپاره تر ټولو کاميابه دارو درمل دي.
دوهم جوهر :
له خپلي سينې څخه دي د حسد اور، و ټولو خلګو ته په عامه بخښني و وژنه.
درېيم جوهر :
پر خپل رب “جل جلاله” د ښه ګمان په دسمال خپلي اوښکي پاکي کړه ، د الله د نعمتونو د ياد په زور خپل غمونه وشړه.
څلورم جوهر :
دا دي اورېدلي، چي خفګان هغه څه بېرته را وړي کوم چي تللي وي او غم هغه رغوي کوم چي خراب سوي وي؟ نه.. نو خفګان او غم د څه لپاره؟!
پنځم جوهر :
دا دنيا د هيچا لپاره تلپاتي نه ده پاتي سوې، په دنيا کي د هيچا ټولي غوښتني نه دي پوره سوي او نه څوک د دنيا له دردونو خلاص سوي دي.
شپږم جوهر :
داسي اوسه لکه د خرما درخته لوړ همت او قامت، له ضررونو خلاص، کله چي په ډبرو وويشتل کيږي، له هاخوا ورته خوږه خورما را لږېږوي.
اووم جوهر :
نېکفالي کوه .. الله “جل جلاله” ستا سره دی ، ملائکي درته بخښنه غواړي ، جنت درته انتظار کوي.
اتم جوهر :
د تکليفونو او فتنو انتظار مه کوه، بلکي د امن او سلامتيا او عافيت انتظار کوه.
نهم جوهر :
پر ضعيفانو رحم وكړه؛ خوشحالي به تر لاسه کړې، د محتاجانو سره مرسته وکړه؛ شفاء به تر لاسه کړې، په سينه کي بغض مه ساته عافيت به تر لاسه کړې.
لسم جوهر :
دا ياد ولره، چي ستا رب “جل جلاله” هغو ته بخښنه کوي څوک چي بخښنه غواړي، د هغو توبه قبولوي څوک چي توبه باسي.
خير وکړه تر څو مېوه يې ټوله کړې
موږ به لاړ سو اثر به مو پاته وي



