غلامي له حده واوښتله!

عمر عمري
له بده مرغه، غلامي له حده واوښتله
مطلق کافر ته سرټيټي له حده واوښتله
د څو غلامو، تالي څټو، بې ضمیره خلکو
په اشغالګرو همدردي له حده واوښتله
لدې نه بله بد مرغي به نوره څه وي وايه!؟
چې تش په نوم مسلماني له حده واوښتله
د خپل مؤمن ورور په وژنه کې له کُفر سره
مرسته کول او همکاري له حده واوښتله
په څو ډالرو کوي دوئ د خپل ایمان پلورَنه
دلته کې دومره بې ديني له حده واوښتله
(عمري) ياره د پښتو او د آدب له پُلې!
د ځینو ډېرو شاعري له حده واوښتله



