کابل ټکی کام ۰۸جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د مکې معظمې ستر مفتي شیخ عبدالعزیز ویلي دي چې داعش ډله چې ځان ته اسلامي دولت هم وایي، د اسرائیلو له خوا تمویلیږي، او دوی خوارج دي.
شیخ عبدالعزیز همدا راز له اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه کړې ده تر څو د اسلامي هېوادونو په ایتلاف کې ګډون وکړي، او دغه ایتلاف به وکولای شي چې د خوارج له منځه یوسي.
ده همدا راز وویل چې داعش ډله د مسلمانانو د ځورولو لپاره را منځته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د قاعدة الجهاد تنظیم مشر ښاغلی شیخ ایمن الظواهري او د دغه تنظیم یو شمېر نورو علماوو هم په یوه بیانیه کې یاده ډله خوارج بللي وو، او په خلاف یې جهاد فرض بللی وو.


















