کابل ټکی کام احمدالله مهاجر
د اروښاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات وروسته چې د افغانستان اسلامي امارت د یوې خوا د یوې لویې هستۍ بې برخو شو، له بلې خوا د اسلام او افغانستان مجاهد ولس دښمنانو د اسلامي امارت پر خلاف تبلیغات پیل کړل، چې ګواکي طالبان د امارت پر سر اختلافات لري، خو لله الحمد د دښمنانو ټول تبلیغات پوچ او بې بنیاده ثابت شول د هېواد په داخل او بهر کې د نوي مشر تابه عالیقدر امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله څخه د بیعتونو لړۍ پیل شوه، مونږ دا منو چې ځیني خپل غرضو او د نورو اهدافو د سرته رسولو لپاره یو څه ستونزې را ولاړې کړې خو هغه په لږ وخت لکه د سېلاب وړاندې د خلي (خځلې) په څېر له منځه ولاړې چې د اسلام او افغانستان د ستر مجاهد ولس پر وړاندې د مغرضو اشخاصو د تبلیغاتو شونډې وګنډل شوې.
په نړیواله سطحه هم د غربي تبلیغاتي رسنیو ورکړل شوې دنده تر څه حده ذهنونونو ته ورسېده چې د اسلامي امارت د سیاسي ستونزو له امله په اختلافاتو کې را ګیر دي، او خدای مه کړه طالبانو په دوه صفونو وېشل شوي دي، خو د ملا اختر محمد منصور د سیاسي بصیرت، عالمانه لارښود د طالبانو په منځ کې د سیاسي اختلاف لپاره ټولې ګمارل شوې رسنۍ خپله پر دې قانع شوي چې طالبانو پخپلو کامیابو عملیاتو او یووالي سره تر پخوا زیات بریالیتوبونه حاصل کړل، د کندز ښار نیول او د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د عملیاتو پر لپسې کامیابیو ثابته کړه چې امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور د سیاسي ډګر څخه ډاډمن بری ترلاسه کړی چې اوس یو شمېر ګمارل شوي رسنیو او مغرضو لیکوالانو ته یوازې پوچ او بې بنسټه تبلیغات ور پاتې دي چې دا به هم په ډېر کم وخت کې لکه په نظامي ډګر کې چې یې د ماتې او تېښتې لوری ورک کړی په رسنیزو تبلیغاتي وسایلو کې به هم د زوال سره مخ شي، د هغه قلموالو د تبلیغاتو مازدیګر به د تور ماښام په تیارو بدل شي.
که هر څو یو شمېر تبلیغاتي ادارې چې د همدې هدف لپاره ګمارل شوي په رسنیو کې خپله ور سپارل شوې دنده ترسره کوي خو هغه ورځ لرې نه ده چې پخپلو کړنو به پېښماني څرګنده کړي.
که رښتیا سره ووایو، نه ملا، نه طالب او نه د طالبانو ملګري خو د هر چا په مقابل کې چې نظر څرګندیږي باید لیکوال د خپل قلم او ادب عفت په نظر کې وساتي، د یو چا پر خلاف که هر څو تبلیغات وکړي هغه به مجبوراً د هغه ور سپارل شوې دندې برخه وي خو باید مخالف لوری په دا ډول یاد کړل شي چې کاملاً مطبوعاتي رسالت ته درناوي وشي زمونږ یو شمېر لیکوال وروڼه چې په افسوس سره وایم او خوا مې هم پرې بدیږي په دې ناسور اخته دي چې خپله زیره د نورو پر خلاف په تبلیغاتو زیاته کړي، لومړي د دا ډول لیکوالو لپاره هدایت له خدایه غواړم چې د دې بې پته هیلو څخه یې د خلاصون لاره بیا موندل شي او خپل علمیت یوازې او یوازې د خپلو هېوادوالو د اتفاق او ورورولی لپاره وکاروي، تر څو زمونږ د روانو بدبختیو مخه زمونږ د دردېدلي ولس او په ځانګړي ډول د قلموالو د اتفاق او اتحاد به لرلو ونیول شي.
په ګران افغانستان کې د خپلواکی او ازدای په هیله.

















