(کابل ټکی کام چهار شنبه، مرغومي ۹ مه، ۱۳۹۴ل) :
له جوزجان ولایت نه په تازه ورکړل شوو راپورونو کې راغلي دي، چې خم آب ولسوالۍ کې د اربکیو مشهور قومندان عبدالغفار په ځمکه کې طالبانو د ښخ شوي مائن په چاودنه کې ووژل شو .
طالبانو د برید د مسؤلیت اخیستلو تر څنګ ويلي دي چې ددغې ولسوالۍ د غرتتیپه سيمه کې مشهور اربکی قومندان عبدالغفار د دوي د خښ شوي مائن په مټ رینجر موټر تخریب او نوموړي وژل شوی دی .
طالبانو د یوې خبري اعلاميې له لارې ویلي دي چې جوزجان ولایت خم آب ولسوالۍکې ظالم قومندان او۳ اربکیان قتل ۲موټرسایکل اویوموټریې ویجاړشوي دي .
اعلامیه زیاتوي د دوو غبرګو چاودنو په پایله کې د دولت ۲عرادي موټرسایکل اویورینجرموټرپه بشپړ ډول تخریب او قومندان ( عبدالغفار) په ګډون ۳تنه عسکر ځای پرځای وژل شوي او ۲ تنه نوريې سخت ټپیان دي .


















