کابل ټکی کام فرید احمد
وړمه ورځ غني د ارګ په ماڼۍ کې اصلاحاتو کمیسون او غوراوي کمیټې سره په یوه ناسته کې وعده وکړه چې پارلماني ټاکنې به د راتلونکي کال د دوبي او مني ترمنځ وشي.
ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان په اکثریت د رایو رد کړ، ولسمشر د سه شنبې په ورځ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسون او غوراوي کمیټې سره په غونډه کې د ټاکنو لپاره خپل چمتوالی وښود.
جمهوري ریاست ویلي دي چې کمیسون دې د راتلونکي کال د دوبي او مني ترمنځ د ټاکنو وخت اعلان کړي چې له دې سره به د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي. سناتوران او وکیلان به تر راتلونکو ټاکنو پورې خپلو کارونو ته ادامه ورکوي.


















