شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د مسکو ناسته، د طالبانو بریا او د افغان حکومت ستره ماتې/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
نوومبر 10, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
158
ځلې شریک شوی
125
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سوله ډېره مهمه ده او له سولې مهم د امریکایانو وتل هم دي. ښکېلې خواوې باید نور فکر وکړي او د امریکایانو وتلو ته یوه معقوله لاره وګوري. په افغانستان کې یوه ورځ جگړه د لسګونه افغانانو ژوند اخلي او د دې اتلس کلنې جګړې ټول بار د افغانانو پر اوږو پروت دی. امریکا دې هم خپله ماتې ومني او په ښکاره دې اعتراف وکړي چې موږ په افغانستان کې ماتې خوړلې او موږ چې له کومو شعارونو سره راغلي وو هغه ټول دروغ وو. موږ افغانانو ته بغیر له مرګ، وژنې، چاپې او ویر نور هېڅ ورنه کړل او د هر شعار خلاف مو ګام پورته کړ.

له بده مرغه افغان حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې په بهرنۍ پالیسۍ کې صفر و/ دی. د دې ناسمې پالیسۍ له امله موږ په سیمه او نړۍ کې هره ورځ نوي دُښمنان پیدا کوو، خو حکومت پرې غوږونه کاڼه کړي دي. د امریکا په افراطۍ دوستۍ کې حکومت هره ورځ خپل حیثیت بایلي او ورو ـ ورو ترې د امریکا دُښمنان واټن نیسي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

خو طالبان بیا داسې نه دي. طالبان هره ورځ په خپلو پالیسو کې بدلون راولي. د سیمه‌ییزو او نړیوالو اعتبار ترلاسه کوي. نړیوال یې په دې قانع کړي چې د دوی داعیه یوازې تر افغانستان محدوده ده. طالبان له نړۍ سره اړیکې غواړي. افغانان باید د یوه خپلواک ملت په توګه په دغه جغرافیه کې ژوند وکړي. د افغانستان له جیو پولیټیک او ستراتېژیک موقعیت څخه سیمه‌ییز هېوادونه باید ګټه واخلي. پانګه‌وال باید په افغانستان کې پانګونه وکړي. افغان ځوانان د اروپا، ایران او پاکستان پر ځای باید په خپلو هېوادونو کې خولې تویې کړي او خپل هېواد پر پښو ودروي.

د مسکو ناستې ته هیله‌مندي ډېره وه او له ناستې وروسته دغه هیله‌مندي نوره هم ډېره شوه. طالبانو د نړیوالو رسنیو له لارې خپل پیغام ټولو ته ووایه. هغه پیغام چې طالبانو څو کاله د خپلو ویاندویانو او رسنیو له لارې نړۍ ته ورکاوه، خو د مسکو ناسته کې دغه پیغام ډېر څرګند او پرېکنده وو. د طالبانو په اړه شکونه او بدګمانۍ په سیمه کې پای ته رسېدونکي دي او دغه حقیقت به ډېر ژر راښکاره شي.

امریکا دېره هڅه وکړه چې د مسکو ناسته پیکه کړي، خو په دغه چاره کې ناکام شول. افغان حکومت هم ورته هڅه وکړه، خو په ټولنیزو رسنیو کې د مسکو ناستې هره شېبه تازه پرېکړې او خبرې خپرېدې او نږدې ټول خلک ترې خبر شول.

افغان حکومت باید د یوه لوړپوړي پلاوي سره په دغه ناسته کې ګډون کړی وای. د طالبانو نظریات یې مخامخ اورېدلی وای او خپل نظریات یې هم ورسره شریک کړی وای. خو د بهرنیو چارو وزارت نننۍ اعلامیه ډېره مایوسونکې وه. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه داسې وه، لکه بادار چې لیکلي وي او غلام ټکي پر ټکي ژباړلي وي.

د طالبانو دغه ټینګار او دریځ سم دی، چې د سولې خبرې د حکومت پر ځای له امریکایانو سره کوي. دغه جګړه اشرف غني نه ده پیل کړې، بلکې امریکا پیل کړه او امریکا باید دغه جګړې ته د پای ټکی کېږدي. افغان حکومت هسې چټي په دغه جګړه کې ځان ښکېل کړ او لا هم د دې جګړې د ګټلو شعارونه ورکوي.

د یوه مسلمان افغان ملت په حیث موږ هم د ارام او سوکاله ژوند حق لرو. موږ باید د نورو ملتونو په څېر خپلواک اووسو. نورو ته باید په خپلو چارو کې د لاسوهنې حق ورنه کړو او نه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړو. موږ هم حق لرو چې هېواد مو پرمختګ وکړي. خلک مو ارام ژوند ولري او رسنیو کې د جګړو پر ځای د امن، پرمختګ، بیارغونې او نویو اختراعاتو خبرونه واورو، ویې لولو او ویې ګورو.

لوی ټکي: افغان حکومتخالد روانطالبانمسکو غونډهمهمنه ګډون
مخکینې مطلب

پروان: امریکایانو پنځه ولسي کسان په مخامخ ډزو وژلي

بل مطلب

هرات: پنځلس محلي پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com