پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

په افغانستان کې د بلک‌واټر لوبه رسماً پیل شوه!/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
نوومبر 22, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
299
ځلې شریک شوی
128
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

هېواد ریان

بلک‌واټر د حرمونو امریکایانو یوه نظامي ډله ده. له ماشومتوبه بې‌پلاره او بې‌موره امریکایان دې ډلې ته بېول کېږي او د ځوانۍ تر وخته نظامي زده کړې ورکول کېږي. دوی داسې وحشیان روزل کېږي، چې ترحم او انسانیت په نامه هېڅ هم نه پېژني. دوی د مور، پلار، خور، ورور، نیا او نیکه مینه نه وي لیدلي او نه یې ټولنیز ژوند کړی وي، بلکې په قصدي ډول همداسې روزل کېږي، چې په هېچا رحم ونه کړي. د بلک‌واټر عسکرو ته د هر مسلمان ضد مفکوره ورکول کېږي او بیا په اسلامي هېوادونو کې داسې کارونه کوي، چې انسان یې یوازې په یادولو هم شرمېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

سږکال د دې ډلې مشر دوه ځلې افغانستان ته راغی او غوښتل یې د افغانستان جگړه خصوصي کړي. یعنې د امریکا دولت دغه جگړه بلک‌واټر ته وسپاري. د شمال ټلوالې سربېره جنرال رازق هم ورسره هوکړه کړې وه؛ خو د سختو غبرگونونو وروسته امریکا په ښکاره د دې اعلان نه په شا شوه.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې څلوېښت کلونه په سوله کې تېر کړي او نور ټول عمر یې نړیوالو ته جگړې گټلې. لویې امپراتورۍ دلته ړنگې شوې او هر هېواد چې دلته پښه ايښې، بیا داسې شرمېدلي وتلي، چې نسلونه ـ نسلونه یې به یاد ساتي. لویه برېتانه، شوروي اتحاد او اوس امریکا او نړیوال ملگري یې.

کله چې انگرېزانو د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژنده، نو حبیب الله کلکاني یې راپورته کړ او د امان الله خان واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود. ډیورنډ ۱۲۵کلنه لانجه تراوسه حل شوې نه ده او برېتانیې په لوی لاس د یوې ژبې ویونکي په دوو برخو ووېشل. هندوستان یې درې هېوادونه کړ او په هند کې یې مسلمانان اقلیت کړل.

د روسانو له وتلو وروسته، افغانان د روسانو له ښخ شویو ماینونو سره تراوسه مبارزه کوي. روسان چې ووتل، کابل په کورنیو جگړو کې په یوې کنډواله بدل شو. کافران په هر هېواد کې همدغه لوبه کوي او له هغه هېواده داسې نه وځي، چې وروسته یې خلک په خپلو کې سره ونه خوري.

امریکایانو عراق کوم حالت ته ورساوه؟ هلته د شیعه، سني او کُرد ترمنځ اوسنی واټن څومره دی؟ ایا کرُدستان د خپلواکۍ اعلان ونه کړ؟ ایا بغداد، موصل، بصره، کرکوک او نور ځایونه یې په رښتینو کنډوالو بدل نه شول؟

سوله او د امریکایانو وتل!

روانه میاشت د امریکا د بهرنیو چارو ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره درې ورځې خبرې وکړې. دا چې د دوی ترمنځ په کومو خبرو هوکړه شوې او امریکایانو د طالبانو کوم شرطونه منلي، تراوسه رسنیز شوي نه دي. خو د سکاټ مېلر او جنرال جوزیف ډانفورډ له خبرو داسې ښکاري، چې دوی نور له افغانستان وځي. دا چې امریکایان کله وځي او څنگه وځي دغه حقیقت به راتلونکی وخت روښانه کړي؟

امریکا په روان کې پر افغانستان ۵زره بمونه وورول؛ خو په جگړه کې یې کومه ښکاره لاسته راوړنه ترلاسه نه کړه. ۲۵۰سوه زره بهرني عسکر یې دلته وجنگول؛ خو بیا یې هم ماتې وخوړه. نیمه نړۍ یې له ځان سره ملگرې کړه؛ خو اوس د افغان عسکرو اړتیاوې هم نه شي پوره کولی.

د امریکایانو له وتلو سره سم، دلته د فاطمیون، داعش او نورو پټو او ښکاره وسله‌والو ډلو د شتوالي اعلانونه کېږي. یا په قصدي ډول داسې خبرو ته د خلکو ذهنونه چمتو کوي او یا دغه ډلې تیارې روزل شوې او د امریکایانو له وتلو وروسته به د جګړې ډگر ته راښکته کېږي.

د بلک‌واټر دغه دویمه بڼه به مسجدونه، عامه ځایونه، روغتونونه، ښارونه، ښوونیز مرکزونه او د گڼې گوڼې ځایونه وي او مسوولیت به یې هېڅوک هم نه مني. د دې خبرې ښه ثبوت د کابل د سې شنبې ورځ برید دی، چې یوازې دیني عالمان پکې په نښه شول او مسوولیت یې تراوسه چا ونه مانه. یعنې د بلک‌واټر لوبه اوس رسمي پیل شوه او څو چې امریکایان وځي، نو دوی به دلته د وینو سېلابونه روان کړي وي او د دې ټولو مسوولیت به د اوسني حکومت پر غاړه وي. ځکه اوسنی حکومت له امریکا سره ستراتېژیک تړون لري او په لوی لاس یې امریکایانو ته د داسې لوبو زمینه برابره کړې ده. اشرف غني او عبدالله یوازې د واک ساتلو لپاره هرې ناروا ته غاړه ايښې او هر ذلالت ته یې سرونه ټیټ کړي دي.

لوی ټکي: افغانستانبلک‌واټرحکومتد امریکایانو وتلسولهکورنۍ جگړهمهمهېواد ریان
مخکینې مطلب

په افغانانو بيا غم دی!

بل مطلب

زرداد فريادي:حزب اسلامي اوس یو منسجم ګوند نه؛ یوه ویشلې ډلګۍ ده

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com