په افغانانو بيا غم دی!

فضل الرحمن بغلاني
په کابل کي تېره ورځ د ميلاد نبي صلي الله علیه و سلم په مراسمو کې د غونډې پېل د قرآن کريم په تلاوت سره وشو، څنګه چې قاري د سورت آل عمران د څوارلسم آيت دې حصې ته و رسېده؛
ذَٰلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ (14)
• ژباړه: خو دا هر څه د څو ورځني د نيوي ژوندانه وسايل دي. په حقيقت کښي چي كوم ډېر ښه استوګنځى دى، هغه له الله سره دى.
نو يو قوي انفجار کيږي او د نبي علیه السلام سره د ميني او محبت له امله دې غونډې ته چيغې او منډې شروع کېږي. او شپېته کسان په شهادت رسېږي او ډېر کسان ټپيان کېږي.
د انفجار په وخت کې چې قاري د کوم آيت تلاوت کولو نو دا ټول شهيدان د هغه مصداق و ګرځېدل، او له دې دنيا نه يي ډېر ښه استوګنځي ته رحلت وکړ.
خو دلته راځو چې سوچ وکړو چي ددې اصلي لامل څه وو؟! که يو څوک د امريکايانو جنګي تاريخ مطالعه کړي، هغه ته به معلومه شي چي امريکا په کوم ملک حمله کړيده او بيا د هغه ملک څخه وځي نو خامخا ددې ملک د اوسيدونکو په ما بين کې لساني، مذهبي ، او د پوستکي د رنګ په اساس جنجال پيدا کوي.
له ډېره وخته امريکا غواړي چي د افغانستان څخه ووځي، نو غواړي چي د افغانانو په مېنځ کې هم د مذهب او د فرقې او د ژبې په اساس تقسيم راولي، او پخپل مينځ کي يي په جنګ بوخت کړي، تر څو دوي په آسانۍ سره ددې اشغالګرو د هديرې څخه لاړ شي.
خو افغانان هغه خلک دي چي د ټولو فرقو احترام کوي، که هغه شيعه ګان دي او که وهابيان او نورې فرقې دي.
نو اول امريکا د داعش په نوم باندې خپله مليشه جوړه کړه او هغه ظلمونه يي وکړل چي د کابل د تېرې ورځې بريد يي ښکاره مثال دی. او داعش يي خاص کړ او تر يوې فرقې پورې و تړه تر څو د حنفيانو او وهابيانو تر مينځ خانه جنګي شروع شي.
بيا يي د همدې داعش په واسطه د هزارګانو په جلوسونو او مجلسونو بريدونه شروع کړل چي تر څو د سني او شيعه تر مينځ جنګ شروع شي.
خو طالبانو تر اوسه د کوم خاص قوم يا مذهب سره جنګ او دشمني نده کړې د قوميت او يا د فرقې په اساس،
نو امريکا ډېري پروپاګندې جوړي کړې چي طالبان د هزاره ګانو په خلاف جاغوري او نورو ولايتونو او ولسواليو کښ عمليات پيل کړي.
خو ولس ته معلومه ده چي طالبان د خپل واک نه لاندي ساحو کې د ټولو فرقو سره څومره ښه اجتماعي زندګي تېروي.
او که مو فکر کړی وي نو د تېرو څو کلونو راهيسي د افغانانو په مابين کي د ژبې په اساس هم سخت اختلاف پيدا شوی د فارسي زبانو او پشتنو په مېنځ کې، دا هم د امريکايانو يوه پروسه ده، کومه چې اشرف غني او د هغه حکومت په مخ بوزي، تر څو افغانان په ژبو تقسيم شي او پخپل مينځ کي په جنګ شي
خو افغانو هوښيار اوسئ!
د دښمن پدې پروپاګند دوکه نشئ!
دښمن ته د همدې دښمن په خلاف خپل اتحاد او اتفاق ښکاره کړئ. او دا هم ورته څرګنده کړئ چي افغانستان د هر امپراتور لپاره هديره وه او هميشه به وي، چي په آينده کې هيڅ څوک هم په افغانستان او د زمرو پدې ټاټوبي باندي د يرغل سوچ او فکر هم و نکړي.



