محمد عابد لغماني
روان دیمکــــراسې کې د پېسـې سره په خــوا کې
له ډیرو نه ایمــــان لاړه چــــوکې سره په خوا کې
*
عجبـــــه ازادي ده او عجــــــب شهــــــــــــادتـونه
کــلارې کـړه مــزې کفــرې نړې سره په خوا کې
*
لا وایی چې خدمت کړمه دفــاع د خپــلې خاورې
بس ټوکې او مزې کا امریکې ســـره په خـوا کې
*
له سم او بااحســــاسه ځــــوانه نه کـــیږي دا تمه
چې کلارې غلې کیني ماشوقې سره په خــوا کې
*
تاریخ به یی بیا ستايی ابــدالي سره په څنګ کې
چې نن یی شپه صباکړه د چاپې سره په خوا کې
*
ســــوله مو ارام ده او په سـوله کې خـو ژوند ده
قسم ده که مـــزه کړي غـلامې سره په خـــوا کې
*
نړې مـــو کړله ماته او نـــړې مـــو په کنډو کـــړه
يوازې سپین ایمان وه د بوشکې سره په خـوا کې
*
عجیبه خوشحالي به وي عجیب رنګین وطـــن کې
چې سپینه جنډه پورته شي پکړې سره په خوا کې
*
چې فتحه شي هیــواد او شـریعت پکې نافذ شي
نو وبه کړم تکبیر نارې سجــدې سره په خـــوا کې
*
قایم چــې شــریعت نه شــو يو بله لاره هم شـــته
شهــــید، په دار ختلی،زولـــــنې سره په خــوا کې
*
ځــــوانانو ته سینــګار او ښایســت دغه یو لار ده
قلـــم او کتابچه چې وي چانټــې سره په خوا کې
*
له ډیرو نصیـــحت اورم وه ډیــــرو ته یی کـــړمه
عابــــد يوازې ناست دې کتابچـې سره په خوا کې


















