کابل ټکی کام فرید احمد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه راليږلي ایمیل کې دعوه کړې ده چې په لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ کې یې څلور امریکايي عسکر هغه مهال ووژل کله چې ددوی ټانګ له سیمې څخه د تېریدو په حال کې وو، او ددوی تر برید لاندې راغی.
مجاهد زیاتوي چې ټانګ یې ویشتلی دی چې په کامله توګه له منځه تللی دی.
مجاهد دعوه کړې ده چې په ټانګ کې د څلورو امریکايي عسکرو وژل کیدو سربیره یو بل وژل شوی دی.
په سیمه کې خلک د ټانګ تخریب کیدل تائیدوي خو دا یې ندي ویلي چې څومره مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.
زمونږ همکار د لغمان ولایت د والي له دفتر سره رابطه وکړه خو هغوی د مالوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.


















