پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

دکابل ټکي کام دمسابقې دليکنو لړۍ / درېيمه کړۍ

fateh1 نشرونکی: fateh1
دسمبر 31, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
12
ځلې شریک شوی
147
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دجدي ۶مه ، اورونه او ويرونه

ليکنه :  حکيم الله “پکتياوال”

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

دواړه خواوې  دجګړې په ډګر کې  :

قرآن کريم په دې خبره شاهد دی چې  ډېر ځلې کمه ډله  پرلويه ډله برلاسی مومي؛ نو موږ ته دتاريخ د شاليد  ترمخې دا جواتېږي ، چې  هروخت د مسلمانانو کم او تش لاسي ټولګي ، د پر مختللو وسايلو سمبال لښکرو  ته  تاريخي  ماتې ورکړي دي . د افغان ولس هرمقاومت  چې دعقيدې او ايمان په زور ولاړ دی ،ځکه يې د هر مغرور شيطان ياغي باغي ککرۍ دخارو تل ته ښکته کړي دي .په تېره بيادسرو لښکرو پروړاندې يې په ډېرکم تعداد او پوځي وسايلو خو په قوي ايمان نه ستړېدونکې جګړې ترسره او مات ګوډ يې له خاورو وشړل او بېشماره غنايم يې ترلاسه کړي . ددې جهادي پېر  له کرامت څخه ډکې معرکې ډېرې زياتې دي؛ خو دلته يې  دارغنداب  او  د ژورې په  دوو معرکو  بسنه کوو:  

الف: په ۱۹۸۸کې دکندهارولایت دارغنداب سېمې ته د (په افغانستان کې دروسي قواوونظامي مشر) جنرال بوریس ګروموف په مشرۍ دشورويانوترټولو ستره قوه راغله چې په خورا زيات شمېرالوتکو ،ټانګونو ،زرپوښونواوپه  هرډول پوځي وسایطومجهزه وه ، کله چې دجګړې لمبي پورته شوې نو په جنوب غربي حوزه کې دارغنداب دمجاهدینو عمومي قوماندان ملانقیب الله دخپلو ټولو مجاهدينو په ګډون ددغې سترې قوې لخوا  ۳۳ ورځي محاصره شول . شهيدملابورجان رح  چې دامهال دپاشمولاومحله جات په سیمه کې و،خبر ورسيد ،سره له دې چې دهغه له مکلفيت څخه لوړه پېښه وه ؛ خو دا يې ونشوای زغملای چې په ارغنداب کې دې دده نور مجاهدین وروڼه دروسانو تروژونکو بمباریو لاندې محاصره پاتې شي . هماغه و، چې  دخپلو سرښېدونکو غازيانو په شمول پرهماغې  سیمې  ورغی او د مست شاهين په څېر يې په شوروي پوځ پرلپسې تکتیکي حملې وکړې چې په نتيجه کې يې دښمن مات اومجاهدین یې دمحاصرې څخه راخلاص کړل .

ج: د۲۰۸۵زکال داپرېل په ۲مه نېټه دشوروي او کمونيستي ځواکونو ۱۵۰۰۰قوې  په لويه پکتياکې او په ځانګړي ډول دژورې جهادي مرکز باندې پراخل عمليات پېل کړل.دشوروي ځواکونو مشري (په افغانستان کې دشوروي ځواکونو نظامي مشر) جنرال بوريس ګروموف او د کمونيستي ځواکونو مشري دلوی درستيز جنرال شاه نواز تڼي په غاړه وه . بلې خواته دژورې مجاهدينو مشري پخپله دسترمجاهدمولوي جلال الدين حقاني په غاړه وه . دژورې جګړې پوره ۲۸ورځې دوام وکړ او  روسي بم غورځونکو الوتکو به هره ورځ دژورې په اسمان ۴۰۰الوتنې کولې او خروار بمونه به يې دمجاهدينو په سنګرونو غورځول. په نتيجه کې ددښمن ۱۵۰زغروال وسائط تخريب او ۱۵ هيليکوپترالوتکې راوغورځولې.

دې جګړې تاريخ ته ثبت کړه چې دافغان خاوره شوروي جګړه مارانو ته ددوزخ يوه توټه وګرځول شوه او دافغان غازي له دهشت څخه به يې زره  به چاودېدو وه ، لکه : يو روسي جنرال ((اليچ پشماكوف))چې دکره باغ په سېمه کې دمجاهدينو لخوا وژل شوی و ،ديادښت په کتابچه کې يې لاندې څلوريزه په روسي ژبه ليکې وه ،چې ترجمه يې داده:

خداى (ج) ده ناز او مهرباني پيدا كړې

شيطان ماشيندار او پوځي خولۍ پيدا كړې ده

خداى(ج) جنت پيدا كړى

شيطان د افغانستان خاوره پيدا كړې.

د شوروي اتحاد د ماتې عوامل:

 په افغانستان کې دشوروي لښکرو دماتې ډېر عوامل دي چې ځينې يې دا دي :

۱): دافغان ولس وسلواله جهادي مقاومت .

۲): د شوروي اتحاد اقتصاد کمزوری کېدل او مخ په زوړ کېدل .

  ۳): دشوروي اتحاد خپلمنځي اختلافات زياتېدل  او پراخېدل .

۴): دکارمل بې کفايته اداره او  ولس ترمنځ فاصله . 

۵): داسلامي نړۍ لساني، قلمي ،مالي او ځاني جهاد .

دا تول عمده عوامل دي ، چې دروسي استکبار ستره امپراتوري يې دړې وړې کړه .

دروسانو جګړ ييز ماموريت دحضور  موده :

شوروي ځواکونه پوره  ۹ کاله او  ۵۳ ورځې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل پاتې  شول  او د ۱۳۶۷هـ،ش کال د د لوې په ۲۶ مه  د افغانستان له پاکې خاورې څخه پليتې ښپې سپکې کړې.

وروستی روسي عسکر :

دشوروي استعمارچيانو اووه ورځې کم  لس  کاله  په هېواد کې  پر خونړۍ جګړې تېر ،په پای کې له يوې شرمېدلې ماتې سره له افغانستانه  ووتل  . د شوروي پوځونو وروستی عسکر( جنرال ګروموف) د حیرتان بندرله لارې؛ له افغانستانه ووت.  کله چې ګروموف د افغانستان د پولې په څنډه ودرېد او سپېره موسکا يې پر شونډو خوره وه، چې دشوروي لښکر تاريخي پښېماني او د دغه ملت دوسپنيزمقاومت  شوکت  په کې له ورايه ښکارېده.

دافغانستان جګړه ټولې نړۍ ته امن  :

 دکاېناتو سترڅښتن دافغان سپېڅلو مجاهدينو په لاس د سره استعمار اوياکلنه ستره سوسياليستي (ورسا) امپراتوري دړې وړې کړه  .دافغانستان دجهاد له برکته نه يوازې داچې افغان قوم دازادۍ ، فتحې او نړيوال اتلتوب وياړ ترلاسه کړ؛بلکې ټوله نړۍ دشوروي وحشيانو له شره خلاصه شوه او په ځانګړي توکه : دمنځنۍ اسيا هېوادونو ؛ پاکستان ،ايران ، هند دژوند ساه واخيسته . او تاجکستان ،ارمنستان ،ترکمنستان،ازبکستان،قزاقستان اونورو رياستونو خپلواکي ترلاسه کړه .

مخکینې مطلب

د پاکستان په زندان کې د استاد یاسر د بند اوومه کلیزه

بل مطلب

مجاهد: په لغمان ولایت کې مو څلور امریکايي عسکر وژلي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com