یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د احادیثو د سترې مجموعې (المدونة الجامعة) پیژندنه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
دسمبر 7, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
21
ځلې شریک شوی
265
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړن: مولانا احسان الله فاتح الماتریدي

د شیخ الاسلام حضرت مولانا مفتي محمد تقي عثماني دامت برکاتهم العالیه د نوم څخه به کوم تن ناوقف وي، حضرت مفتي صاحب د اسلامي نړۍ د سترو علماو د فهرست په سر کې یادیږي.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نوموړي د درس او تدریس، تصنیف او تالیف، وعظ او تقریر په ذریعه ددین مختلف قسم خدمات انجام کړي او اوس هم دی په مختلفو برخو کې خدمت انجام کولو کې تازہ دم په نظر رازي، دده په ژوند کې ډیر روښانه او د یاد وړ خبره داده چې الله تعالیٰ ده ته ډیر لوی لوی صلاحیتونه عطاء کړي، د ډیرو سفرونو او تدریسي مشغولتیاو باوجود کوم تصنیفي او تالیفي کار چې دی یي کوي، چې انسان یي وګوري حیران هم شي او رشک هم ورباندې وکړي، دده ستر علمي خدمات زمونږ د امت محمدي اعجاز دی او د حضرت مفتي صاحب په کرامت سره تعبیر کیږي.

د مولانا محمد تقي عثماني د خداي ورکړي علمي صلاحیتونو یو تازہ شاهکار ’’ المدونة الجامعة للأحادیث المرویة عن النبی الکریم صلی اللّٰه علیه وسلم‘‘ دی.
دا ستره او ګټوره مجموعه د احادیثو تقریباً په څلویښت جلدو مشتمل ده، اوس یي لومړی جلد عام منظر ته راغی.
مولانا مفتي محمد تقي عثماني صاحب ددې کار یو څه تفصیلات د خپلې میاشتینۍ مجلې ’’البلاغ‘‘ په ذریعه زموږ پورې را رسولي دي، که چا ولوست نو اندازه به ورته وشي چې څومره لوی خدمت ترسره شوی، او په څومره خاموشۍ سره ترسره شوی. کوم کارونه چې د حکومتونو په سرپرستۍ کې دلوی لوی اکیډمیو په ذریعه انجام کیږي . د یو دیني مدرسې معمولي شعبې د څو افرادو په راجمعه کولو سره حضرت مفتي صاحب وکړ .
دا هم د احادیثو نبوي اعجاز دی چې اهل علم د حدیث خدمت ځان لپاره دنیک بختۍ ذریعه ګڼي.

مولانا محمد تقي عثماني په خپل دغه د پیژندنې مضمون کې لیکلي چې له نن څخه تقریباً پنځلس ۱۵ کاله مخکي دده یو دوست چې خپل نوم یي هم ظاهر نه کړ دغه تجویز وړاندې کړی وو.
چې څرنګه په ټولو احادیثو باندې داسې شماره ( نمبر ) ولیکل شي چې په نړیواله سطح ټولو ته یو شان مقبول وي.
نن سبا چې د حدیث نمبر ورکول کیږي، نو چې په کوم کتاب کې دغه حدیث موجود وي، یا یي د صفحې نمبر حواله ورکول کیږي. یا د هغه کتاب او د باب یادونه کیږي چې په کوم کې دغه حدیث بیان شوی وي.
په ځینو کتابونو کې په احادیثو نمبر هم لیکل شوی وی، کله د حوالې لپاره دغه نمبر لیکل شوی وي، خو ډیر وخت دا حواله د حدیث د راوستلو لپاره کفایت ونه کړي ، له دې وجهې نه د احادیثو د تخریج په وخت د ډیرو کتابونو یادونه کول ضروري شي، حضرت مفتي صاحب مخ ته په سې لیکي:
ددې صاحب تجویز دادی چې که بلا تشبیه لکه څنګه چې د قرآن کریم آیات د حواله ورکولو لپاره د سورت نمبر او آیت نمبر حواله ورکول کافي کیږي. او دا نمبر د نسخو د اختلاف له وجهې نه بدلیږي.
دغه سې که د کوم حدیث حواله ورکولو کې صرف دحدیث نمبر ذکر شي او ھمدا شان د یو حدیث حواله ورکولو لپارہ صرف د حدیث نمبر ذکر کولو سرہ د ھغې حدیث ټول تفصیلات په یو ځای درته ملاویږي.
نو دا به ډیر غټ کار وشی ، په ھمدې تجویز باندې غور او فکر کولو لپارہ په ۵/ او ۷/ د رمضان المبارک ۱۴۲۲ھ کې په مکه مکرمه کې یوہ اجتماع منعقد شوہ چې په ھغې کې د حضرت مولانا مفتي محمد تقي عثماني صاحب نه علاوہ د ھغوي ستر رور حضرت مولانا مفتي محمد رفیع عثمانی،
ډاکټر مصطفی اعظمي،
ډاکټر یوسف قرضاوی ( د مصر مشهور عالم، او داسلامي نړۍ دعلماو مشر) ،
ډاکټر عبد الملک بن بکر القاضي،
شیخ محمد الطحّان،
ډاکټر عبد الستار أبوغدہ او د شیخ نظام یعقوبي په شان اهل علمُ او ارباب فضل او کمال ګډون وکړ .

او د دې عظیم کار پلان یي تیارہ کړ او یو منهج یي ورته برابر کړو ، پور ته ذکر شوي علماء کرامو په دې خبرہ ھم ټینګښت وکړ چې دا عظیم کار به په دارالعلوم کراچۍ کې تر سرہ کیږي ، او مولانا محمد تقي عثماني صاحب به یي نګراني کوي .

ھمدا شان دارالعلوم کراچۍ کې ’’قسم موسوعة الحدیث‘‘ په نوم سرہ دیوې مستقلې شعبې قیام په عمل کې راغی ، د دارالعلوم کراچۍ بعضې فضلاء کرامو خدمات حاصل کړی شول او مولانا نعیم اشرف صاحب یي د دې مفیدې شعبې ناظم مقرر کړو.

د کار کولو دا طریقه اختیار کړی شوہ چې د حدیثو ھغه کتابونه کوم چې متداول دي او د ھغې حواله په کثرت سرہ ورکول کیږي، نو د ھغې ټول حدیثونه د احادیثو په ټولو طریقو سرہ به واخستل شي ، او دا ټول ٨٠ کتابونه دي او ددې د مؤلفینو ټول روایتونه به په خپل سند سرہ ذکر کړی شي او د احادیثو زیاته ذخیرہ په ھمدې کتابونو کې موجودہ دہ، د دې (۸۰) کتابونو نه علاوہ نور ھم د احادیثو داسې ډیر کتابونه شته چې د ھغې مؤلفینو ټول احادیث په خپل سند سرہ ذکر کړي دي ، اګر چې د دې کتابونو حواله ډیرہ نه ورکول کیږي ، خو په دې کتابونو کې ھم د احادیثو ډیرہ غټه ذخیرہ ملاویږي. او دداسې کتابونو تعداد (۷۱۹) ته رسیږي ، د دې ټولو کتابونو به ( بالاستیعاب ) مطالعه کیږي او ھغه احادیث به ورنه جدا کړلی شي چې کوم احادیث په مخکینیو (۸۰) کتابونو کې موجود نه وي، د مختلف طرق په متنونو کې که چیرې یو اھم اختلاف ولیدل شي، ھغه به ھم ذکر کیږي او د ھغې اسنادې حیثیت متعلق که په متقدمینو کې څه رائې چیرته ذکر شوي وي، نو هغه به ھم د حدیث سرہ بیان کیږي ، نو داسې دا ټول (۷۹۹) کتابونه شول ، چې په ھغې کې اکثر په مطبوعه شکل کې موجود دي او ځینې صرف په مخطوطه ( خطي، ناچاپ) شکل کې محفوظ دي، که چیرې د احادیثو د تتبع او تلاش په وخت کې داسې احادیث مخې ته راشي چې هغه په دې مخکینیو کتابونو کې نه وي، لیکن د حدیث او تفسیر په شروحو کې د ھغې ذکر ملاویږي نو ھغه به ھم ورسرہ شامل کیږي، تر څو دا کار نور ھم ډیر شي او د داسې کتابونو تعداد (۱۱۱) دی ، نو داسې د دې عظیم کار ابتداء په (۹۱۰)کتابونو کتلو او مطالعه کولو سرہ وشوہ والحمد لله علی ذالک .

د احادیثو د جمعې او ترتیب په دوران کې دا سوال ھم مخې ته راغی چې د احادیثو دا مجموعه د حروف تهجې په ترتیب سرہ تیاره کړی شي یا د ابوابو په ترتیب باندې ؟!
د ډیر غور او فکر کولو نه بعد دا خبرہ مناسبه وګڼل شوہ چې دا مجموعه به د ابوابو په ترتیب باندې وي، ځکه چې د ډیرو احادیثو او خاص طور باندې د فعلي احادیثو مختلف طرق متن مختلف وي، ھمدې لپارہ د حروف تهجې ترتیب به مفید نه وي بلکی د ابوابو مروجه طریقه به فائدہ منده او موزونه وي،
لهذا ابواب قائم کړی شول او د ھر باب لاندې احادیث راجمع کړی شول او د ھر یو یو حدیث ټول طرق او په مختلف طرق سرہ روایت شوي د ټولو متنونو په یو ځای باندې د ذکر کولو اھتمام وکړی شو ، البته دا رعایت ھم په کې وکړی شوو ، چې د ابوابو په قائم کولو کې هیڅ قسم فقهي یا کلامي مذھب چهاپ به نه وي، د احادیثو په تخریج کې یي په دې مجموعه کې دا اصول اختیار کړل، کوم حدیث چې د سند په اعتبار سرہ ډیر زیات مظبوط او قابل اعتماد وي ھغه به د ’’حدیث مختار‘‘ په نام سرہ اول ذکر کیږي ، ھمدا شان که ھغه حدیث چیرې په یو طریقې سرہ تر ټولو نه زیات جامع سیاق کې راغلی وي ھغه به د ( الطریق الاجمع ) په عنوان د سند سرہ نقل کیږي ، بیا چې د کوم صحابي نه ھغه حدیث را نقل شوی وي د ھغې ټولو طریقې چی د حدیث په کوم کتاب کې ھم راغلي وي ھغه ټول طرق به ذکر کیږي ، که په ھغې کې چیر ته د الفاظو اھم اختلاف وي ھغه به ھم ذکر کیږي ، د دینه بعد به ھغې ’’حدیث مختار‘‘ ته یو عالمي نمبر ورکړئ شي ، بعض اوقات یو حدیث د یو نه زیات صحابه نه مروي وي، نو د داسې ټولو روایاتو جمع کولو اهتمام به ھم کیږي او ھغه به صرف د شواھدو په بنیاد ذکر کیږي او ھغې ته به یو فروعي نمبر ور کړل کیږي ، حضرت مولانا مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله په خپل تعارفي مضمون کې د دې کار په نو عیت باندې رڼا اچولې دہ او دا عظیم کار یي په یو مثال سرہ واضح کړی دی، چې د ھغې سرہ به د دې کار افادیت او اھمیت نور ھم واضح شي.

د المدونة الجامعة خصوصیات :
د کتاب اول باب په ایمانیات باندې مشتمل دی او په دې باب کې یي چې کوم حدیث اول ذکر کړی دی، ھغه مشهور حدیث :
إنما الأعمال بالنیات ، دی .
په صحیح البخاري کې دا حدیث د حضرت عمرؓ نه مروي دی او دا طریقه د احادیثو په طریقو کې تر ټولو غورہ او صحیح طریقه دہ ، ھمدا وجه دہ چې په دې مجموعه کې یي دا حدیث ’’حدیث مختار‘‘ ګرزولی دی او په سند سرہ یي نقل کړی ، بیا چې د دې حدیث څومرہ طریقې په صحیح بخاري او نورو کتابونو کې موجود دي ھغه یي ټولې راجمع کړي دي، او که چیرته د الفاظو اختلاف وو ھغه یي ھم ذکر کړي دي، او دې حدیث ته یي (۱) نمبر ور کړی دی ، او د دې حدیث باقي ټولو طریقو ته یي ھم ۱ نمبر ور کړی دی ، البته لاندې یي فروعي نمبر ھم ور کړی دی ، لکه څرنګه چې دا حدیث امام ابو نعیم پہ حلیة الاولیاء کې د حضرت ابو سعید خدریؓ نه روایت کړی دی او دې ته یي ۱/۱ نمبر ور کړی دی، بیا دا حدیث د طبراني په معجم کبیر کې حضرت ابو الدرداءؓ نه را منقول دی او دې ته یي ۲/۱ نمبر ورکړی دی .
د ابن عساکر په تاریخ د مشق کې دا روایت د حضرت انس بن مالکؓ نه مروي دی، او دې ته یي ۳/۱ نمبر ور کړی دی، دا حدیث د بخاري نه علاوہ په ٧ کتابونو کې راغلی دی او دې ټولو ته یي جلا جلا فرعي نمبر ور کړی دی .

خلاصه دا چې کوم حدیث چې د احادیثو په کوم کتاب کې په کوم ځای کې ھم مروي دی ھغه حدیث به تاسو ته په دې مدوّنه کې صرف د نمبر په حوالې سرہ خپل ټول طرق او مختلف او مشترک متونو سرہ په یو ځای کې به درته پیدا شي، تر اوسه پورې (۱۷۲۹۲) احادیثو باندې کار شوی دی،
او د دې احادیثو (۱۷۴۵۳) شواهد ھم جمع کړای شوي دي، چې د مختلف طرق مجموعې تعداد یي (۳۳۸۸۳۷) دی . الله اکبر !!

او دا کار مسلسل جاري دی ، احادیث او په طرقو د احادیثو کې مزید اضافه روانه دہ ، فی الحال د دې سترې شهکارې او ګټورې مجموعې اول جلد چې په کتاب الایمان باندې مشتمل دی او (۴۴۳) ’’حدیث مختار‘‘ پنځه سوه اوه (۵۰۷)شواهد او (۹۲۸۶) طرق جمع کړئ شوي دي.
او د چاپ لپارہ تیار دي او دا جلد د بیروت اشاعت ادارې دار القلم انتهائی اعلی معیار سرہ شائع کړی دی ، باقي جلدونه ھم ممکنه تیز رفتارۍ سرہ ډیر زر شائع کیدونکي دي.

د دې عظیم کار چې کوم تفصیلات مخې ته راغلل او چې په کومې طریقې سرہ دا کار روان دی ، په ظاهر ھغه ډیر محنت طلب معلومیږي، د سلګونو کتابونو په لاکهونو صفحات مطالعه کول بیا ھغه حدیث تلاش کول بیا د ھغې شواھد را جمع کول بیا د ھغې حدیث مختلف طرق لټول او پیداکول، بیا د متنونو اختلاف کتل وغیرہ وغیره ……
نو دا څه معمولي کار ندی .

الله تعالی دې علماء دیوبند کثرالله سوادھم ته اجر عظیم لا ینفد ور نصیب کړي چې د حدیث دومرہ لوئ خدمت بفضل الله ترسرہ کوي چې د ھغې مثال نه په تاریخ کې شته او نه به پیدا شي .

جزاھم الله عنا وعن سائر المسلمین احسن الجزاء .

یادونه!
لومړی جلد یي اوس عام منظر ته راغلی دی او د دارالعلوم کراچۍ مرکزي کتب خانه کې دستیاب( د لاس رسۍ) وړ دی.

مخکینې مطلب

عمران خان امریکا ته: نور ستاسو ”اجیر ټوپکیان“ نه یو

بل مطلب

د آزادۍ شمال / فکرمل طالب 

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com