(کابل ټکی کام : جمعه، مرغومي ۱۰ مه، ۱۳۹۴ل) :
د نړیوالو رسنيو د خبر په استناد اسرائلو پلازمینې تل ابيب په يوه پيښه کې دوه یهودیان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي چې د دوه تنو صحي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی .
د خبر له مخې بريدګر د تل ابیب زړه کې یو رستورانت په نښه کړی وه .
د پېښې ځای ته اسرائلي ځواکونه ورغلي او سیمه يې کلابنده کړې د برید کونکي موندنې په لټه کې دي .
په دې وروستیو کې د اسرائلو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، خو ددغه بریدګر چې اوس مهال په تېښته بریای شوی دقیق معلومات نه دي شوي، چې دده هدف څوک او کوم ځای وه .
همدارنګه راپورونه وايي چې امبولاسونه دپيښې ځای ته په بيړه رسيدلي ترڅو ټپيان رغتونونو ته انتقال کړي، بريد کوونکی د پيښې له ځای څخه په تيښته بريالی شوی، خو پوليسو يې لټون پيل کړی.
په دې اړه د اسرائیلو امنیتي چارواکو یوه اعلامیه خپره کړې ويلي يې دي چې نن د جمعې ورځ ماذدیګر مهال دغه پېښه رامنځ ته شوه، چې لسو تنو یهودي یرغلګرو ته يې مرګ او ژوبله واړوله .
سليم بریال


















