دجدي ۶مه ، اورونه او ويرونه
ليکنه : حکيم الله “پکتياوال”
دشوروي عسکرو سر شمېرنه :
په لومړي سر کې دشوروي جګړمارو شمار ۲۵ او يا ۸۵ زره تنه و ، چې وروسته څه باندې یو نیم لک تنو ته ورسېده او د هغه شوروي عسكرو شمېر ، چې په جګړې كې يې فعاله ونډه واخيسته، يو مليون تنو ته رسېده.
دروسانو پوځي وسايطو شمېرنه:
روسانو د نورو وسلو ترڅنګ لاندې وسلې هم کارولې :
((۳۰۰)) جټ الوتكې
(( ۶۰۰)) هليكوپټر
(( ۱۴۲۰ )) عرادې ټانكونه
( په دې اړه نور معلومات په لاس نشته )
دکمونيستانو دعسکرو او پوځي وسايطو شمېرنه :
د کمونيستي لاس پوڅي رژيم شمار په وروستي پړاو کې پنځه لکه تنه اټكلېده.
او پوځي قوت يې په لاندې ډول ثبت شو :
(( ۴)) قول اردو
(( ۱ )) امنيتي زون
((۱۶)) پياده فرقې ،
((۱)) د خاص ګارد فرقه
((۳))د خاص ګارد غونډونه
((۵))، د كمانډو غونډونه
((۱))توپچي غونډ
((۶۲۰))) زرپوښونه
((۶۰۰)) ټانګونه
((۲۵۰)) جنګي ماشينونه
((۸۵۰)) نفر وړونكي زغروالې
((۱۰۰۰))واسطي توپونه چې ((۲۲۰))mm درانده توپونه هم پکې وو
((۱۰۰۰))هاوانونه چې په هغه جمله كې ((۴۳))m هم شامل وو
((۲)) دسکاډ د توغونديو دستګاوې
((۱۰۷))جټ الوتكې
((۱۰۲))هيليكو پترې
((۷۶))ترانسپورتي الوتكې
((۲))د۱۱۰- ۲- SA او ۱۱۰- ۳- SA لرونکي دسام غونډونه
((۱))د دافع هوا غونډ
((۱)) د رادارو غونډ
د مجاهدينو پوځي وساېل:
د شوروي اتحاد د مجهزو پوځونو په مقابله کې افغان ولس دا وسلې استعماولې:
بېلچه، كلنګ، تبر، خنجر ، توره ، ټوپك، ښكاري چر ييز ټوپك، سرپى ټوپك، لاسي پترولي بمونه، خال خال پنځه ډزي او لس ډزي ټوپك ، وروسته يې په جګړه كې له دولتي عسكرو څخه غنيمتونه او ځينې وسلې ونيولې او له بهرنيو هېوادونو څخه هم ورته پوځي او مالي مرستې راورسېدلې.
سرو لښکرو ته اوښتي ځاني زيانونه:
د هغه وخت یو پوځي جنرال ګارییف د شوروي پوځیانو تلفاتو په اړه وايي: د کره معلوماتو له مخې شوروي پوځونو ته (د کورنیو چارو وزارت او د سرحدي پوځونو په ګډون) ۱۴۴۵۳ تنه تلفات رسيدلي ، چې دهغوی وژل شوو له نوملړ څخه دادي:
(( ۱۳۸۳۳ )) له اردو څخه
(( ۵۷۲)) تنه له کی جي بي څخه
(( ۲۸ )) تنه د کورنیو چارو له وزارت څخه
او(( ۲۰ )) تنه له نورو موسسو څخه
دغه راز (( ۱۹۰ )) کسان پوځي مشاورین، متخصصین، چارپوهان او ترجمانان وژل شوي.
(البته پوتنۍ شمېرنه د جګړې د لومړنيو پړاوونو ده)
دځينو سرچينو له قوله:
(( ۱۳۳۱۰ تر ۱۵۰۰۰)) تنه وژل شوي
((۳۵۴۷۸ تر۳۷۰۰۰)) تنه ټپيان
((۳۱۱ )) تنه ورك
. خو ځينې رسنۍ يې تردې زيات ښيي او ليکي:
دافغانستان په جنګ كې دشورويانو
۵۰۰۰۰ تنه پوځيان وژل شوي
او ۱۵۰۰۰۰ تنه ټپيان شوي
يو روسي جنرال (د شوروي اتحاد ته ليکلي ليک) کې کښلي:
ماچې دځاني تلفاتو په هکله کوم معلومات ترلاسه کړي دادي:
((27981 )) تنه وژل شوي،
(( 76520 )) تنه ټپيان
(( 1818 )) تنه اسير شوي
د پوځي وسائطو اوړيدلي تلفات :
د شورويانو لاندې وسايط له منځه تللي:
((700 تر 750 )) جټ او هيليكوتپر
(( 504 تر 600 )) غرادې ټانكونه
(( 740 تر 580)) نفر وړونکي زغروالې واسطې
((۸۲۰ تر ۹۵۰ ) مختلف ډول توپونه
(( ۵۴۰۰ تر ۶۰۰۰ )) عرادې لارۍ
روسيې ته اوښتی اقتصادي زيان :
په دې جګړه کې شورويانو ( ۹۵ ) بليونه ډالره زيان وکړ.
دکمونيستانو ځاني تلفات:
(( 68556 )) تنه وژل شوي
(( 116589))ته ټپيان
(( 17245 )) تنه اسيران
(پورتنی احصائيه د روسانو تروتلو پورې ترجماني کوي )
دمجاهدينو تلفات:
دشوروي اشغالګرو پروړاندې دقهرمانو مجاهدينو شمار له (( ۷۵۰۰۰))څخه، تر ((۹۰۰۰۰ )) پورې ښودل شوی دی.
اخستنځايونه:
د ارمان جريدې لومړۍ ګڼه ( ۱۳۷۳هـ،ش کال د قوس ۱نېټه)
د ارمان جريدې دويمه ګڼه (۱۳۷۳هـ،ش کال د قوس ۱۳ مه نېټه)
د يووالي جريدې ددويم کال دويمه ګڼه (د ۱۳۸۲ هـ،ش کال دجدې۶ مه نېټه)
ديوالي جريدې ۱۱مه ګڼه (۱۳۸۲هـ،ش داسد ۱۰مه نېټه)
د رښتيا جريدې دويمه ګڼه (۱۳۸۶هـ، ش دجوزا مياشت )
په افغانستان کې رښتيا څه تېرېدل؟ د ستر روسي جنرال الکساندر مايوروف ليکنه.
جدي شپږمه، د بې واکۍ او خپلواکۍ يو خونړی تاريخ. د ډاکټروحیدالله مصلح ليکنه.
سرې لښکرې په افغانستان کې دجنرال بوریس ګروموف ليکنه.
د جهادي مقاومت نوښتګر لارښود (مولوي جلال الدين حقاني) د عبدالرحيم ثاقب ليکنه .
د وفا جريدې پرلپسې (۴۹) ګڼه (۱۳۷۲ل کال دجدي ۱۰مه نېټه) .

















