(کابل ټکی کام : شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل) :
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان،د پنج شنبې په ماذدیګر د مشرانو جرګې غونډې ته وویل چې له ټولو ستونزو سربېره پاکستان کې د افغان کډوالو د مودې غځولو پرته بله هېڅ لار نه وینو.
د نوموړي په وینا که په سمدستي ډول شاوخوا ۳۰ لکه کډوال افغانستان ته ستانه شي نو د هغه هېواد ستونزې به نورې زیاتې شي .
خو په دې اړه ده نور توضیحات ورنکړل چې افغان کډوالوته به د پاکستان حکومت په کوم ډول او تر کومې مودې په هغه هېواد کې پاتې شي او تګ لاره به يې څه وي.
د مشرانو جرګې غونډې ته د چودري نثار د خبرو په اړه د سرحدي چارو کمیټې مشر محمد صالح شاه خبریالانو ته وویل چې حکومت ۳۰ لکه کډوال په يو ځای نشي لېږلي بلکه د دوي لپاره به مستثل پلان برابروي د پلان مخې به د افغان کډوالو د ستونزو حل لاره لټوي .
دا چې افغان کډواله به تر کومې مودې پاکستان کې د اوسېدو قانوني جواز ورکول کیږي په دې اړه څو ورځې وړاندې د افغان کډوالو کمېشنرۍ مشر ډاکټر عمران زیب رسنیو ته ویلي وه چې په دې اړه له حکومت ته مختفو وړاندېزونه شوي چې د دوه کالو خبره هم په دغو وړانديزونو کې شامله ده، خو حتمي فیصله به د پاکستان وزیر اعظم کوي او د پاکستان وفاقي کابينې غونډې ته اعلانېږي .
د یادونې وړ ده چې تر اوسه په پاکستان کې څه د باندې ۳۰ لکه افغان کډوال اوسېږي شاوخوا ۱۶ لکه يې راجسټر دي او همدومره به يې غير راجسټر وي.
د مهاجرینو نړیوال سازمان او د پاکستان په ګډې موافقې سره افغان کډوالو ته پاکستان کې د اوسېدلو کارتونه چې د دوو کالو لپاره ورکړي وه موده يې د تېرې پنج شنبې په ورځ د دسمبر په ۳۱ نېټه پای ته ورسېده .
سليم بریال


















