(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۷)
په ابو ظبۍ کې د طالبانو او امریکا په ګډون د پنځو هیوادونو استازو ګډه غونډه به نن هم روانه وي، او ټاکل شوې چې د روانې جګړې پر مهمو اړخونو خبرې وشي.
طالبانو په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې تېره ورځ یې د څلورو واړو هیوادونو امریکا، پاکستان، سعودي او اماراتو له استازو سره تفصیلي خبرې اترې کړې دي.
طالبان وايي، ”په یادو غونډو کې له افغانستان څخه د اشغالګرو ځواکونو په وتلو او په افغانستان کې د امریکا او ملګرو له لوري د روانو مظالمو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې او له یادو هیوادونو سره په افغانستان کې د امن او بیا رغونې په اړه هم نظرونه تبادله شول.“
طالبانو دغه راز ویلي چې له زلمي خلیلزاد سره یې ”د ورځې په پای کې دوه پر دوه خبرې هم کړې او ټاکل شوې ده چې دا غونډه به نن هم روانه وي.“
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې استازي یې له طالبانو سره یې مخامخ کتلي او تفصیلي خبرې یې ورسره کړې دي.
یادې غونډې ته د حکومت د سولې مشورتي بورډ مرکچي پلاوی هم رسېدلی، خو د طالبانو د مخالفت له امله د غونډې تالار ته نه دي ورپریښودل شوي.
















