سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

طالبان د پنجاب غلامان دي

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جنوري 1, 2019
کټګوریانې: مقالې
0
د طالبانو اوربند اختریزې شیبې

د طالبانو اوربند اختریزې شیبې

354
ځلې شریک شوی
238
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

اتلسم کال شروع دی چې طالبان دغربي تاړاک پر ضد په وسله وال مقاومت لګیا دي. تر ډېره دطالبانو دمقاومت مځکې کلیوالي دي او اوس کابو ټولې دحکومت له تسلط وتلې بویه.
له کلیوالو سیمو دکابل د واک ختل او دطالبانو دمقاومت سیمې ګرځېدل په دې مانا دي چې طالبان دهمدغو کلیو او بانډو خلک دي او له خپلو کورونو، او کلیو ئې دغربي تاړاکګرو پر ضد مقاومت پیل کړی دی

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

امریکا او صلیبي حلفاؤ ئې زموږ پر مځکه مستقیم یرغل راوړی دی. په پرمختللو وسلو سنبال زموږ هېواد ته راغلي دي او زموږ پر خاوره او هېوادوالو زرګونه کیلو ګرامه بمونه اوروي.
امریکایانو ته د افغانانو دکور، کلی، ګودر او بانډې لاره زموږ خپل افغانان ورښیي چې بیا ئې امریکایان د همدوی پر غوښتنه له منځه وړي
دوی چې د نړۍ هیڅ قانون او آن مفکر هم د بادار او غلام له رشتې علاوه بل نوم نشي ورکولای او طالبان چې دنړۍ د هر قانون له مخې ئې مقاومت برحق دی، او د ازادۍ اخیستلو لپاره له هر چا دمرستې غوښتلو شرعي جواز هم لري؛ دلته غلامان باله شي او دکابل غلام نظام ته د خپلواک نظام خطاب کیږي

طالبانو په ۱۷ کلونو کې عملا ثابته کړې ده چې دهیچا تر تسلط لاندې نه دي، نه دچا نفوذیان دي نه یې واګې دپردیو په لاسونو کې دي مګر بیا هم مخالف جهت تکراراً پر دې شخوند وهي چې ګواکې طالبان دپنجاب غلامان دي او …….
په ۱۷ کلونو کې د نړیوالو استخباراتي شبکو تجربه کار او مسلکي ځرو هیڅ کوم مستند شواهد پیدا نشوای کړی چې له طالبانو سره دپنجاب مرستې تائید کړي
طالبانو سره دپنجاب دمرستې او نفوذ په اړه ټول شواهد هغه دي چې په ګوګل او نړیوالو دجالي رسنیو کې موندلای کیږي
دغه کمزوري لاسوندونه دغرب دکرایه شویو لیکوالانو له اړخه ځای پر ځای شوي افواهات دي چې دطالبانو خلاف دمستندو شواهدو پر توګه راوړل کیږي.دا په داسې حال کې ده چې رسنۍ او دګوګل معلومات نړۍ کې منحیث ثبوت، قانوني ثبوتونه نشي ګرځېدلای

دکابل ادارې په زندانو کې تر شلو زرو زیات طالب زندانیان پراته دي؛ دطالبانو لیکو کې که پنجابیان جنګیږي، دغه شل زره څوک دي؟!
دوی که پنجابیان وي رسنیو ته ولې نه وړاندې کیږي؟ او که افغانان وي بیا نو حکومت افغان دښمنه دی او د افغانانو د ربړولو او وژلو دنده ورکړل شوې ده
تر شلو زرو زیات ئې شهیدان ورکړي دي؛ دوی کې هغه پنجابیان څه شوه چې دطالبانو لیکو کې جنګېدل او ووژل شوه؟!
که د اشرف غني په هغه موشنداره وینا دلیل نیسو چې وایي《 عمران خانه! جنازې درورسېدلې، اتي نو بس کړه》دا به داسې وي لکه د اشرف غني یا عبدالله اولادونه چې کابل ته راشي، دلته په کومه چاودنه کې ئې خدای له ژوند محروم کړي او لبنان یا امریکا یا هند ته دتدفین لپاره یوړل شي، او طالبان چیغې پورته کړي چې: نرېندر مودي! جنازې ……..

روانه جګړه کې د طالبانو لسګونه برجسته قومندانان او والیان په شهادت رسیدلي دي چې ډېر ئې په چاپه، یا بمبار کې ټارګټ شوي دي؛ که په لیکو کې ئې پنجابي جنرالان جګړه کوي ولې نه په نښه کیږي؟
دوی ته که ووایو “هاتوا برهانکم” کره شواهد مو راوړئ؟!
سترګې مړې ونیسي. زه خپله نه پوهېږم مګر فلان صیب وویل او هغه له فلانکي تلوېزیون اورېدلي و، په فلانکی رسنۍ کې ئې لیدلې و.

غني چې واک ته ورسېد، په لومړیو ورځو کې ئې اسلام آباد ته خورا تاودې منډې ترړې پیل کړې. پلویان ئې انګک بنګک کېدل او سپېږمې یې شتۍ شتۍ کولې، ته وا طالبان یې ختم کړه او له پنجاب ئې د واک دائمي قباله ترلاسه کړه، درحالیکې د غني منډې سازشي وې او پنجاب ته په نورو امتیازاتو ورکولو سربېره د ډیورنډ لانجمنه کرښه ئې هم تسلیم کړه

پس له دې طالبانو ته هیڅ نه ده پکار چې له چا سره پر دې سر وخوږوي چې ګواکې طالب دپنجاب غلام دي یا نه؛ نور نو دا سولېدلی او کلیشه منطق بس دی، نړۍ ولیدل چې طالبان دتالار دننه ناست دي او دکابل ادارې دواړه وفدونه تالار ته پرېنښودل شوه، خړمخونه له هغه ځای راوشړل شوه او امریکایانو نېغ په نېغه له طالبانو سره مذاکرات پر مخ یوړل؛ که چېرې طالبان غلامان وای لکه دکابل وفد له تالار به بهر کښېنول شوی وای.
که دکابل بلواکه اداره له زړه پر دې قانع نه وي چې ګویا طالبان خپلواک دي، بد کوي دناستې چیغې ورته وهي، دا نو ولس ته له دوکې ورکولو علاوه بله مانا نه لري

طالبان وایي دکابل اداره بلواکه او غلامه ده، د غلام سره مذاکرات د وخت ضیاع ده او پر خپله دعوه ثابت قدم دي. کابل که خپله دعوه کې صادق وي دغني د واکمنۍ د لومړیو ورځو په څېر دې په پنجاب پسې ځغلي، طالبانو ته ولې منتونه کوي چې ومو منئ، راسره کښېنئ او صلحه راسره وکړئ؟!
دکابل اداره د امریکایانو په اشاره دپنجاب پر ټاپه د افغان مسلمان ولس پر ضد پیل کړې ناروا صلیبي جګړې ته مشروعیت پیدا کوي،په همدې بهانه د مقاومت کمزورې کولو هڅې کوي او خپلو عسکرو ته جګړئیزه روحیه ورکوي
که له دوی دپنجاب ټاپه واخیستل شي، دوی خپل حیثیت او دجګړې چالو ساتلو لپاره د سون توکي هم له لاسه ورکوي، چې ورسره سم به افغان مسلمان ملت دتاړاکګرو او افغان ملګرو په خلاف ئې د “حي علی الجهاد” په نعره کوتکونو ته لاس کوي.

لوی ټکي: نعمان لطیف
مخکینې مطلب

سابه او مېوه خوړل حافظه غښتلې کوي - څېړنه

بل مطلب

امريکا او ګوډاګيان به يې د ملکيانو له بې دريغه وژنې څه تر لاسه کړي؟

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com