سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

امريکا او ګوډاګيان به يې د ملکيانو له بې دريغه وژنې څه تر لاسه کړي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 1, 2019
کټګوریانې: مقالې
0
191
ځلې شریک شوی
106
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

له کله نه چې د امريکا زور اوبه کيدل پيل شوي، د طالبانو پوځي او دپلوماتيک قوت اضافه شوی او دغه راز د کابل ادارې هر رنګه حکومتي توان منفي صفر درجې ته ټيټېدونکی دی، چې د ډيرو له نظره، که روان حالت همدغسې روان وي، ممکن امريکا بې له چون او چرا خپل افغان انډيوالان يوازې پرېږدي چې په پايله کې به دولتي منسوبين لکه د پخوا په څير په يوه او بله وتښتي او واک به يو ځل بيا طالبانو ته پاتې شي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

همدا روان وضعيت نور د ځان په ګټه اړولو په نيت طالبانو په دولتي نظامي ځواک خپلو بريدونو ته خورا زور ورکړی او هره ورځ يې په داسې بې دريغه توګه وژني چې اوس يې کابل اداره د پوځي ځواک له قحط سره مخامخ کړې ده.

څه موده وړاندې د دولت د جلب او جذب مسؤلينو هم رسنيو ته شکايت کړی و چې عسکر يې ډير تلف کيږي او ګڼ يې له دندو تښتي، خو بالمقابل په نظامي ليکو کې د ثبت نام پروسه يې په ټپه ولاړه ده، چې د دوی په يقين که حالت همدغسې دوام وکړي، نظامي ځواک به يې ډير ژر نشت شي.

له دې علاوه څومره عسکر چې د طالبان د بريدونو په پايله کې وژل کيږي، د هغو دوه چنده يې د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسيون له لوري د دوی ليکو ته جلبيږي او ډيری يې عادي ژوند ته ګرځي.

دغه راز زيات شمير عسکر د طالبانو د رسا بريدونو له امله له پوستو تښتي او هم تسليميږي. همدا وجه ده چې کابل اداره له نظامي قحطۍ سره مخ کيدونکې ده.

د طالبانو لخوا د دولت نظامي ځواک ته زياته توجه او د عسکرو په بې دريغه وژلو سره د دولتي نظامي قوت د له منځه وړلو هڅه د دې سبب شوې چې دولت هم بالمقابل په طالبانو شپنۍ چاپې زياتې کړي او د طالبانو پوځي ځواک کمزوری کړي.

خو له هغې ورځې چې دولت شپنۍ چاپې پيل کړې دي، موږ وينو چې د ټولو په پايله کې ملکي وګړو ته زياته مرګ او ژوبله اوړي او طالبانو ته يې هڅ نوع زيان نه دی رسولی، بلکې لا يې ولس د طالبانو پر لور مات کړی دی.

څه موده وړاندې په کونړ، بيا په خوست، غزني، ننګرهار، هلمند او ارزګان او ابله ورځ په زرمت کې وحشيانه چاپې ووهل شوې، چې ټول پکې ولسي وګړي تلف شول او حتی چاپه مارو عسکرو د کليوالو په نقليه وسايطو سربېره سلامتې کلاګانې د اور خوراک کړې او په نارينه وو علاوه يې ښځې او ماشومان هم په خورا بې دردۍ سره په شهادت ورسول.

دولتي عسکر چې له کله نه د طالبانو لخوا له مرګونو بريدونو سره مخ شوي، ولس د اشرف غني د عسکرو له لوري په بې رحمانه ډول قتل عام کيږي او دا لړۍ لا هم روانه ده. نه پوهيږو چې اشرف غني له دې وحشيانه شپنيو چاپو څخه د کومې ګټې تر لاسه کول په نظر کې نيولي دي.

خو اشرف غني او اداره يې بايد وپوهيږي چې د طالبانو له لوري د عسکرو بې درېغه وژنه د طالبانو کاميابي سل سلنه يقيني او حتمي کوي او د دوی له لوري ولسي قتل عام او مالي زيان رسونه به بې له شکه د دوی د ماتې او د ولس په وړاندې د تلپاتې خجالت او رسوايي سبب ګرځي.

تاريخ ثابته کړې چې په دې ولس هيڅکله زبرځواک او ظالم پاچا حاکميت نه دی کړی، بلکې په دې غيور او په دين او وطن مين ملت هغو خلکو حاکميت او بادشاهي کړې ده چې د دوی زړونه يې ګټلي او تل يې ځان د دې ولس جزء بللی دی، چې هغه په نن سبانيو سياسيينو کې طالبان دي او بس.

مخکینې مطلب

طالبان د پنجاب غلامان دي

بل مطلب

کرکټ: د افغانستان ملي لوبډلې د ۲۰۲۰ شل اوريز نړيوال کپ ته لاره پيدا کړه

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com