داسلامي نړۍ ځلانده ستوري/ شپږمه کړۍ

ليکنه : مفتي محمدالياس « فاتح »
هغه يوازې ( التفسير الکبير : ۱۰۰۰) زر جلده ،( المسند : ۱۵۰۰) يوزرو پنځه سوه جلده ، ( التاريخ : ۱۵۰) يوسلو پنځوس جلده او ( الزهد: ۱۰۰) په سلو جلدونو کې وليکه .
« امام ابن شاهين رحمه الله »
زوکړه يې :
د عراق د خاورې لوی امام ، محدث ، حافظ واعظ او ستر ثقه عالم علامه عمر د احمد زوی ، د عثمان لمسی ، د احمد کړوسی ، د محمد کوسی، د ايوب کودی او د ازداد پردی و ، چې د ۲۹۷هـ کال د صفرالمضفر په مياشت کې د بغداد په لرغوني ښار کې وزږېده .
د نوموړي کنيه ابوحفص او شهرت يې په ابن شاهين سره و، په ابن شاهين سره يې نسبت د مور پلوه نيکه ته شوی ، هغه داسې : احمد بن محمد بن يوسف بن شاهين الشيباني .
دزده کړو پېل يې :
د حافظ ابن شاهين رح پلار چې په علمي نړۍ کې دلوی شهرت او شوکت څښتن او په ځانګړي ډول د حديثو له مشهورو راويانو څخه بلل کېده ؛ نو ځکه يې خپل علمي سير له همدې ځايه (پلار څخه) پېل کړ او له هغه يې په ستره پېمانه بېلابېل علوم ترلاسه او زيات شمېر روايات نقل کړل.
پلار يې د ابن شاهين د روزنې او پالنې مسؤليت په خورا ښه توګه ترسره کړ او دسترو مشايخو او بزرګانو په صحبت يې مشرف کړ اومسلکي استاذانو ته يې حواله کړ .
مشهور استاذان يې:
- أبو بكر محمد بن محمد الباغَندي
- أبو القاسم البغوي
- أبو خبيب العباس بن البرتي
- أبو بكر بن أبي داود
- شعيب بن محمد الذارع
- أبو علي محمد بن سليمان المالكي
- أبو حامد الحضرمي
- أبو بكر بن زياد
- محمد بن هارون بن المجدر
- الحسين بن أحمد بن بسطام
- نصر بن القاسم الفرائضي
- محمد بن صالح بن زغيل
- محمد بن زهير الأبلي
- أحمد بن سليمان بن زبان
- أبو إسحاق بن أبي ثابت
- أبو علي بن أبي حذيفة
علمي سفرونه يې :
ابن شاهين لاماشوم و ، چې په علم پسې يې تنکۍ مينه ليونۍ او له سترګو يې خوبونه تښتيدلي وو، هغه ايله ۱۱ کلن ماشوم و ، چې د نبوي حديثو په ليکلو يې ګوتې پورې کړې.
هغه مهال ، چې بغداد دعالمانو کعبه يادېده او په اسلامي نړۍ کې د علم ترټولوستر مرکز بلل کېده، ابن شاهين هم پکې خوا وشا ۳۰ کاله علمي وده او طالبي وکړه .
له دې وروسته يې د لا علمي پرمخيون په موخه ډېر سفرونه وکړل ، لکه : عراق، شام (اوسنۍ سوريه ) فارس ، مصر … او په دې لاره کې یې ډېرې تودې اوسړې وزغملې او خورا زیاتې ستونزې او تکلیفونه يې و ګالل،. چې د وخت په تېرېدو سره دسترعالم ، نامتو اديب او پياوړي ليکوال په حيث نړۍ ته و پېژندل شو.
دغه لوی فقيه او داعي ، خپل ژوند داسلامي ملت دخدمت ، اتحاد او سرلوړۍ په ګټات صرف کړ. او له کماله ډک پياوړي شاګردان يې ټولنې ته وړاندې کړل ، د بېلګې په توګه :
ځينې شاګردان يې:
- أبو بكر محمد بن إسماعيل الوراق
- أبو سعد الماليني
- أبو بكر البرقاني
- أحمد بن محمد العتيقي
- عبيد الله بن عمر
- أبو محمد الجوهري
- الحسن بن محمد الخلال
- أبو طالب العشاري
- أبو الحسين بن المهتدي بالله
- أبو القاسم التنوخي.
تصنيفات يې :
علامه ابوالفتاح بن ابی الفوارس وايي : حافظ ابن شاهين لوی ثقه عالم و، داسې تصنيفونه يې وکړل ، چې هېچا نه دي کړي.
دغه راز ، ابن الساجي رح وايي : ما له ابن شاهين رح څخه اوريدلي ، چې ويل يې : ما په څلور سوه رطله (څه کم ۲۰۰کيلو ) کړکو ( د سيايۍ قلمونو) ليکل وکړل.
د اسلامي امت لپاره د علامه ابن شاهين ارزښتناک او درانه کتابونه يوه ستره علمي زېرمه او تلپاتی وياړ وګرځيد ؛
هغه ۳۳۰ کتابونه وليکل ، چې يوازې يې ( التفسير الکبير : ۱۰۰۰) زر جلده ،( المسند : ۱۵۰۰) يوزروپنځه سوه جلده ،( التاريخ : ۱۵۰) يوسلوپنځوس جلده او( الزهد: ۱۰۰) په سلو جلدونو کې وليکل. او د نورو اثارو بېلګه يې په لاندې ډول ده :
« الترغيب في فضائل الأعمال وثواب ذلك»
« ما اجتمع عندی من الاحاديث التي بينی وبين رسول الله اربعة رجال »
« اسماء الصحابة »
« فضائل شهر رمضان »
« تاريخ أسماء الثقات »
« فضائل سيدة النساء »
« حديث عمر بن أحمد »
« شرح مذاهب أهل السنة »
« ناسخ الحديث ومنسوخه »
« جزء من حديث ابن شاهين »
« المختلف فيهم »
« تاريخ أسماء الضعفاء والكذابين »
« الامالي »
« المعجم »
« الاکابر عن الاصاغر في السن »
« الجنائز »
« المناهي »
«كشف الممالك»
«معجم الشيوخ»
«الأفراد»
« فوائد ابن شاهين »
او رحلت يې :
علامه ابن شاهين رح علمي ډګرونو ته ترنه هېرېدونکو خدمتونو وروسته د۳۸۵هـ کال دذی الحجې مياشتې په ۱۱مه نېټه د يک شنبې په ورځ داجل داعي ته لبيک ووايه او د تل لپاره يې له دې نړۍ سره خدای پاماني وکړه . او د (باب حرب ) په هدېره کې د امام احمدبن حنبل رح ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.
اروا يې ښاده او قبر يې له رڼاګانو ډک لرې،آمين.
اخيستنه :
قيمة الزمن عندالعلماء ـ د عبد الفتاح أبو غدة الحنفي ليکنه .
مشتهي العقول ومنتهی النقول ـ د جلال الدين السيوطي رح ليکنه .
سير أعلام النبلاء ـ د شمس الدين الذهبي رح ليکنه .
تاريخ بغداد ـ د الخطيب البغدادي ليکنه .
تاريخ مدينة دمشق– د ابن عساکر ليکنه .
فهرسة ابن خير الإشبيلي ـ ابوبکر محمدبن خير الاموي ليکنه .
ناسخ الحديث ومنسوخه ـ د ابن شاهين ليکنه .



