دقربانۍ فضیلت
لیکوال : مفتی نجم الاسلام
دزیدبن ارقم رضي الله عنه څخه روایت دی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو وفرمایل : ای دالله رسوله داقربیانیانې دلوی اخترڅه دي ؟ (یعنې مخکې امتونوکې هم وې اوکه صرف ددې امت لپاره داحکم دی ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : داطریقه ستاسودنیکه ابراهیم علیه السلام ده (یعنې مخکې امتونوکې هم داحکم و). صحابه کرامورضوان الله علیهم اجمعین ورته وفرمایل : چې زمونږ لپاره په کې څه (اجراوثواب) دی ای دالله رسوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: د ووزې په هریوویښته باندې یوه نیکي ده. صحابه کراموپوښتنه وکړه چې په میږو، پسونو (قرباني کولوکې) څه ثواب دی زمونږ لپاره؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: په هریوویښته دمیږې،پسه کې (هم) یوه نیکي ده. رواه احمد وابن ماجه .
دعبدالله بن عمر رضي الله عنه نه روایت دی فرمایی: چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې لس کاله اووسیدلو چی قرباني به یې (هرکال ) کوله . رواه الترمذي.
(ملاعلي قاري رحمه الله فرمایي چې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په قربانۍ باندې همیشه والی دوجوب دلیل دی .
اوحضرت ابوهریره رضي الله عنه فرمایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې (نصاب) لري چې قرباني وکړي او(بیاهم) قرباني ونه کړي نوزمونږ عیدګاه(دلوی اخترلمونځ) ته دې هرګزنه راځي. رواه مسند احمد.


















