(کابل ټکی کام۱۳۹۷، کب ۶)
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، پر ولسمشر غني بهرني او داخلي فشارونه د دې لامل شوي چې مشورتي لويه جرګه راوبلي.
حکمتيار دغه څرګندونې تيره ورځ په تخار ولايت کې د ځايي اوسېدونکو سره په يوه ناسته کې کړي دي.
حکمتيار ويلي، د دې لپاره چې پر ولسمشر غني فشار کم شي نو د لويې مشورتي جرګې د جوړولو پريکړه يې وکړه.
ټاکل شوې چې د روانې کب مياشتې په ۲۶ نيټه په کابل کې د افغان سولې په اړه مشورتي لويه جرګه جوړه شي.
وړمه ورځ د ولسمشر غني وياند هارون چخانسوري له رسنيو سره په خبرو کې وويل، په دغه جرګه کې به له درې تر څلور زرو کسان ګډون کوي.
تر دې مخکې په افغان سوله کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غوښتنه کړې وه چې د مشورتي لويې جرګې وړاندې دې يو ټولمنلی ټيم جوړ څو د افغان سولې مذاکراتو کې خپلواک او پریکړه کوونکی وي.
د شنونکو په باور ښايي د غني له لوري مشورتي لويه جرګه کې یوازې حکومت پلوه کسان وربلل شي چې ډيری کسان به د خپلو ګټو نظر څرګندوني او د اولس غوښتنې به پکې بيا هم پر ځای پاتې وي.


















