جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د زکاة مسائل (۸۱ برخه) حاجتمند مور پلار ته د زکوة ورکول:-

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 14, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
16
ځلې شریک شوی
194
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال:  م نجم الرحمن فضلي

پوښتنه : د يوه کس يو زوی دی کوم چې واده کړی، اوس په همداسې زوی باندې د مور پلار نفقه واجب نه ده، نو زوی خپلې مور او پلار ته زکوة ورکولای شي او که نه؟ کله چې د هغه مور پلار محتاج وي، که چيرته زکوة نشي ورکولای نو آيا د همدغه زوی په ذمه باندې له هغو سره مرسته کول واجب دي او که نه؟.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

ځواب : هغوی ته د زکوة ورکول صحي نه دي، که چيرته هغوی حاجتمند وي نو د هغوی نفقه هم واجب دی، د صله رحمي په ډول دې هم له هغوی سره مرسته وکړی شي ([1]).

لور ته زکوة ورکول

پوښتنه : د يوه کس لور ده کومه چې واده شوې، اولاد يې هم شته دی او ميړه يې وفات شوی، د اولاد مصرف يې ترونه او نور تر سره کوي، پوښتنه دا ده چې والدين خپلې لور يا لمسيانو ته زکوة ورکولای شي او که نه؟.

ځواب : مور پلار اولاد ته او اولاد خپل مور پلار ته زکوة نشي ورکولای، همدا رنګه ښځه ميړه ته او ميړه ښځې ته زکوة نشي ورکولای، له دې پرته ورور او خور ته زکوة ورکول کيدلای شي، ياد لری چې د لور اولاد هم اولاد شمار دی ([2]).

وراره ته زکوة ورکول

پوښتنه : که له يو چا سره يتيمان وريرونه او وريرې اوسيږي آيا په هغو باندې د زکوة روپۍ مصرف کولای شي او که نه؟.

ځواب : زوی لور، لمسي او لمسۍ ته زکوة ورکول روا نه دي، وراره او وريرې ته يې ورکول صحي دي ([3]).

ښځه خپل ميړه ته زکوة نشي ورکولای

پوښتنه : په عام ډول د ښځې کفالت د ميړه په ذمه دی، که چيرته د بد قسمتي له امله ميړه غريب وي او ښځه مالداره وي نو شرعاً د ميړه په ښځه باندې کوم حقونه جوړيږي؟.

او همداسې ميړه ته له ښځې څخه د زکوة اخيستل او خوړل صحي دي او که نه؟.

ځواب : په ښځه باندې د ميړه چې کوم حقوق دي، هغه د ميړه د غربت او مالداري په دواړو صورتونو کې يو برابر دي، د ميړه د غربت له امله په ښځه باندې شرعاً حق دا دی چې د ميړه غربت په پام کې ولري او له هغه څخه د دومره نان نفقه غوښتنه وکړي د کومې برداشت يې چې ميړه کولای شي، البته اخلاقاً ښځې ته پکار دي چې په خپل مال سره د ميړه مرسته وکړي يا په خپل مال سره ميړه ته د کوم کار وبار کولو اجازه ورکړي.

دا چې عادةً د ښځې او ميړه ګټې مشترکې (ګډې) دي او هغوی دواړه د يوه او بل له شيانو څخه عموماً استفاده کوي نو ځکه له همدې امله ښځه او ميړه په خپل مينځ کې يوه او بل ته زکوة نشي ورکولای ([4]).

د مالدارې ښځې ميړه ته زکوة ورکول

پوښتنه : د زيد ښځه مالداره ده، او زيد قرضدار دی، آيا زيد زکوة اخيستلای شي او که نه؟.

ځواب : زيد له نورو څخه زکوة اخيستلای شي، مګر د هغه ښځه هغه ته زکوة نشي ورکولای، نو که چيرته ميړه غريب وي نو هغه د زکوة مستحق دی، د ښځې د مالداري له امله هغه مالدار نه ګڼل کيږي ([5]).

([1]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۴۹، بحواله : الفقه الاسلامي وادلته، ج : ۳، ص : ۱۹۶۸، مصارف الزکوة، البته د نفلي صدقو ورکول مور پلار ته روا دي، واموال الصدقة التطوع فيجوز دفعها الی هؤلاء والدفع اليهم اولی.

([2]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۲۷، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ۲، ص : ۳۴۶، الخلاصة، ج : ۱، ص : ۲۴۲، الهندية، ج : ۱، ص : ۱۸۸.

([3]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۵۴.

([4]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۵۴، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۹، کتاب الزکوة، الباب السابع فی المصارف.

([5]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۵۵، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۹.

لوی ټکي: زکاة وراره تهښځې تهلور تهمېړه ته
مخکینې مطلب

ولسمشره! طالب ستا د دولت له کوم بانډ سره سوله وکړي؟؟؟

بل مطلب

حنيف اتمر دعطا نورپه ملاتړپه حکومت سختې نيوکې کړي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com