کابل ټکی کام (جمعه، مرغومی ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): هلمندولایت مارجې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو یو مرکز طالبانو نیولی ۶ تنه عسکر په کې وژل شوي او یو اندازه مهمات هم په لاس ورغلی.
له هلمند ولایت نه راپورونه ايي چې تېره ورځ ناوخته شاو خوا ۵ بجې دیادې ولسوالۍ مرکز لویې څلورلاري ته څيرمه دولتي عسکرو او پولیسو په هغه دوو سرایونو د طالبانو له لوري وسلوال بریدونه ترسره شول چې ۲ ورځي وړاندي ورته دامریکایي چورلکوپه مټ دغلته ته ورغلي وه .
د خبر په اساس له لږ مقاومت وروسته یومرکز په بشپړه توګه طالبانو تر کنټرول لاندې راغلی او مېشتو عسکرو کې۶ تنه وژل شوي او پاتې له مرکز نه په تېښته بریالي شوي دي .
طالبانو هم د خبر پخلی کړی او زیاتوي چې مرکز يې په بشپړ ډول نیولی او په زیاته پېمانه مهمات او وسلې يې لاس ته ورغلي دي .
مارجې ولسوالۍ څه موده وړاندې طالبانو په بشپړ ډول نیولې وه، خو اوس دولت بېرته له خپل کنټرول لاندې راوستلې، د ولسوالۍ له مرکز پرته نورې ډیری سمیې اوس د طالبانو په ولکه کې دي په دغې ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي .


















