(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۲)
د امريکا د فضايي څيړنې ادارې ناسا ويلي، که د دوی په جوړ کړي کټ يا بسترې څوک ۶۰ ورځې تيرې کړي نو اتلس نيم زره ډالره انعام به ورکړي.
ناسا د عامو خلکو د چلنج کولو لپاره دغه پروګرام په لاره اچولی څو خلک فضا ته د تلونکو له مشکلاتو خبر شي.
ناسا ويلي، د برياليو کسانو لپاره اتلس نيم زره ډالره جايزه او د سند ورکولو اعلان هم کړی چې ښايي بريالي کسان په راتلونکي کې فضا ته هم وليږل شي.
د سائنس دانانو تر نظر لاندې شل کسان په دغه چيلنج کې برخه اخيستلی شي چې هغوی ته د ډاکټر، خوراک سهولتونه او هغوی به د سائنسدانانو تر څار لاندې وي.
د ناسا څيړونکې فضايي اداره مخکې له هغې چې فضا ته خلک ليږي نو په ځمکه کې دغه ډول تجربې کوي چې څوک له ورته ډول احتمالي مشکلاتو سره مخ نه شي.


















