کابل ټکی کام (جمعه، مرغومی ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): عراق په شمال بیشیکا په سیمه کې د ترکيې پر مېشتو ځواکونو، د داعش بريد له سخت مقاومت سره مخ او شاتګ ته اړ شول .
د ترکيې رسمي خبري رسینو د خبر په استناد داعش تند لارو غوښتل چې عراق کې د ترکيې پر مېشتو ځواکونو بریدونه وکړي او هډې يې له منځه یوسي، خو د ترکيې پوځ بېرته په متقابل غبرګون کې په داعشي وسلوالو پرېکنده بریدونه وکړل ۱۷ تنه يې ووژل شول او نوريې بیرته په شا شول .
د ترکيې رسنیو د خبر په حواله د دوي ځواکونو ته په دغه حمله کې کوم ځاني زیان نه ده اوښتی .
دغه راز په تېره میاشت کې هم د عراق په بیشیکا کې د ترکيې پوځ پر کیمپ داعشي تند لارو برید کړی وه، چې له امله يې د ترکيې ۴ سرتيري ژوبل او د داعش وسلوالو ۱۷ تنه وژل شوي وه .
د خبر له مخې دغه بريد د داعشي وسلوالو له لوري تېره شپه ۱۱ بجې تر سره شوی وه .


















