کابل ټکی کام (جمعه، مرغومی ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): نن لومړۍ شل اوریزه لوبه د افغان کرېکټ بورډ په کوربتوب د متحده عربي اماراتو شارجه کې د ۵ منډو په توپیر د افغانستان په بریا پای ته ورسېدله .
پچه افغان لوب ډلمشر اصغر ستانکزي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه وکړه .
خپلې سیالې لوبډلې زمبابوې ته يې د ١٨٨ منډو هدف ورکړ .
زمبابوې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې .

دافغانستان له ډلې یې عثمان غني ۴۲، ګلبدین نایب ۳۷ او شهزاد محمدي ۳۳ منډې جوړې کړې.
زمبابوې لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه شوکړای او د سیالۍ په وروستي اوور کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۲ منډې جوړې او لوبه یې افغان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسوله.
د افغان توپ اچونکو له لوري دولت ځدراڼ ۳، امیرحمزه هوتک ۱، محمد نبي عیسی خیل ۱ او ګلبدین نایب هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
ګلبدین د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو او خپله ډالۍ یې ترلاسه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ټولو هیوادوالو ته د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې د افغان لوبډلې بریا مبارکي ووییله او د لوبډلې له غوره لوبېدلو يې ستاینه وکړه .
بدرالدین ځواک



















