کابل ټکی کام (هفته، مرغومی ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): یوه ناپېژانده وسلوال د امريکې په فیلادلفیای ایالت کې د پولیسو د یوه مامور پر موټر مخامخ برید کړی، چې په نتیجه کې يې د پولیسو مامور مرګونی ټپی شوی.
د سړک ترڅنګ د نصب شوو کامرو په مټ اخیستل شوو انځورونو کې ښکاري، چې یو وسله وال د سړک پر ژۍ ولاړ او د پولیسو په یوه مامور باندې مخامخ د توپانچې ډزې کوي .
فیلادلفیای امنتي چارواکو ويلي دي، برید کونکي ۱۱ ډزه د پولیسو پر موټر کړي، چې درې مردکي د مامور پر اوږې لګېدلي او او نورې خطا وتلي دي .
برید کونکی هڅه کوله چې تېښته وکړي، د ټپي مامور په متقابلو ډزو کې ټپي شوی او نيول شوی دی.
د فیلادلفیای پولیس وايي چې لومړنۍ څېړنې ښي چې برید کونکي « ادوارد آرچر » د داعش وسله والو سره پټې اړيکې لري، خو داسې شواهد په لاس نه دي ورغلي چې ګویا دی دې د داعش وسلوالې ډلې سره په رابطه کې وي .
سليم بریال


















