کابل ټکی کام (هفته، مرغومی ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): تېره ورځ د ننګرهار ولایت چار واکو خبر ورکړ، چې د اچین ولسوالۍ کې د د اعش جنګیالیو څو پټنځایونه امريکايي بې پيلوټه الوتکو په نښه کړي دي، چې په پایله کې يې لږ ترلږه ۱۷ تنه وژل شوي او یو شمېر نور يې ټپیان کړي دي.
همدا رنګه د بې پيلوټه الوتکو په هوايي برید کې یوتن عام ولسي وکړی وژل شوی او بل یې ژوبل دی .
له سیمې نه یو شمېر ولسي خلکو رسنیو ته ویلي دي، چې تېره ورځ د داعش جنګیالي ددې لپاره راټول شوي وه چې د ۷ تنو اسیرانو طالبانو سرونه غوڅ کړي، چې ورسره ډرون الوتکو د دوي ځای په نښه کړ او بمبار يې پرې پیل کړ له امله يې راټول شوي داعشي وسلوال ټول له منځه ولاړ.
بټي کوټ او اچین هغه ولسوالۍ دي چې د داعش جنګیالي نسبتا په کې ډير فعال دي، چې وخت ناوخته د دوي او طالبانو ترمنځ نښتې هم رامنځ ته کېږي.
د یادونې وړ ده چې تېره چهارشنبه د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي وه، چې بټي کوټ او اچین ولسوالیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
د خوګیاڼي په ویناپه جګړه کې لومړی بريد طالبانو پیل کړی دي، چې شاوخوا دېرش تنه له دواړو لوریو نه وژل شوي دي.
سليم بریال


















